تازه خبر
جمعه ۲۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

خبرونه

د ملګروملتونو درې ادارې او بریټانیا د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې په ګډه کار کوي

د ملګروملتونو درې ادارې او د بریټانیا حکومت په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې په ګډه کار کوي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي نن پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو صندوق (یونیسف) د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې اداره به په ګډه په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار وکړي.

لیندسي د دغه ګډه کار موخه سالمو خواړو ته د خوارځواکو ماشومانو لاسرسی یاد کړی دی.

یونیسف ویلي چې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

ګجراټ ټایټنز لوبډلې راشدخان په کابو دوه میلیونو ډالرو له ځان سره ساتلی دی

راشدخان
راشدخان

د سږکال د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو لپاره څلور افغان لوبغاړي خپلو لوبډلو ساتلي دي.

ګجراټ ټایټنز په ۱۸ کروړه هندي روپیو، چې کابو دوه میلیونه ډالره کېږي، نامتو افغان سپېنر یا ورو توپ اچوونکی راشد خان له ځان سره ساتلی دی.

همدارنګه عظمت الله عمرزی به له پنجاب کېنګر لوبډلې سره پاتي شي او نور احمد لکڼوال او محمد غضنفر به هم د خپلو لوبډلو لپاره لوبې وکړي.

تمه ده د سږکال د ای پي ایل بولۍ د را روانې ډسمبر میاشتې په ۱۶مه په ابوظبۍ کې ترسره شي.

تراوسه د هند غوره لیګ د پیل نېټه اعلان شوي نه ده.

د تیر کال د ای پي ایل اتلولي رایل چلنجرز بنګلورو ګټلې وه.

ولسمشر ټرمپ: له ایران سره د اسلام اباد هوکړه د (وخت ضایع کول) و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د اسلام اباد هوکړه د (وخت ضایع) وه او نشو کولی چې په ایراني چارواکو باور وکړو.

هغه پرون چهارشنبې د چین په شنجن ښار کې د فاکس نیوز خبریال سره په مرکه کې ایراني چارواکي تورن کړي چې په ځلونو له خپل دریځه په شا شوي او کړې ژمني یې نه دي عملي کړي.

خو د هغه په ټکو، د اسلام اباد هوکړې امریکا ته دا چانس په لاس ورکړ چې ایراني چارواکي ښه وپیژني او باور پرې ونه کړي.

واشنګټن او تهران د پاکستان په منځګړیتوب د روان کال په اپریل میاشت کې د جګړې د پایته رسولو لپاره هوکړه وکړه چې د اسلام اباد د هوکړې په نوم یادیږي.

ولسمشر ټرمپ د چین په شنجن ښار کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ جګړه او د هرمز په تنګي کې د کښتو ازاد تګ راتګ د دې غونډه د بحث مهمه موضوع ده.

تاجکستان له افغانستان سره د ګډ بازار د جوړولو وړاندیز کړی

ارشیف، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله
ارشیف، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله

تاجکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ بازار جوړ کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري پراخه شي.

دا وړاندیز په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سید کریم هاشمي سره په کتنه کې مطرح کړی دی.

شریفي ویلي، د دغه بازار جوړېدل به د دواړو هېوادونو سوداګرو او وګړو ته د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې نوي فرصتونه برابر کړي.

طالبان وايي په شپږو میاشتو کې یې تر ۸۲۷ زره ډېرې الکترونیکي تذکرې وېشلي

ارشیف، د الکترونیکي تذکرو د وېش په اړه یو اعلان
ارشیف، د الکترونیکي تذکرو د وېش په اړه یو اعلان

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې ۸۲۷ زره او ۶۰ الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

دې ادارې د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې موده کې ۶۰۰ زره او ۵۴۶ نارینه‌وو او ۲۲۶ زره او ۵۱۴ ښځو الکترونکي تذکرې ترلاسه کړې دي.

د ادارې د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش د بهیر له پیل راهیسې نږدې ۱۸.۳ میلیونه الکترونکي تذکرې وېشل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس‌مهال خلک په افغانستان کې د اسان خدمت له ۸۷ مرکزونو او د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې له یوه بل مرکز څخه د الکترونکي تذکرو اړوند خدمتونه ترلاسه کولای شي.

پر علي‌السالم پوځي اډه د ایران بریدونو ته د کوېټ غبرګون

ارشیف، پر کوېټ د ایران یو توغندیز برید
ارشیف، پر کوېټ د ایران یو توغندیز برید

د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت پر دغه هېواد د ایران بریدونه غندلي او هغه‌یې «جنایتکارانه» بللي دي.

د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو د سې شنبې په ورځ د امریکا له لوري د قشم ټاپو د توغندیو د توغولو پر یوه مرکز تر برید څو ساعته وروسته، د کوېټ د علي‌السالم پوځي اډه په نښه کړې ده.

ایران ویلي، په دغه برید کې یې د امریکا د پاتریوټ د دفاعي توغندیو سیستم او د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه ویشتي دي، خو د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه لا معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت دا برید د جګړې خطرناکه پراختیا بللې ده.

بحرین او کوېټ هم ویلي چې د ایران هوايي بریدونه‌یې شنډ کړي دي.

د عربي ټولنې سرمنشي نبیل فهمي هم پر کوېټ او بحرین د ایران بریدونه او په هرمز تنګي کې د متحده عربي اماراتو د ادنوک شرکت پر یوې بېړۍ برید غندلی دی.

تر نیمایي ډېر بې‌ځایه شوي او بېرته ستانه شوي افغان ماشومان کافي خواړه نه‌لري

ارشیف، له ماشومانو سره راستانه شوي افغان کورنۍ
ارشیف، له ماشومانو سره راستانه شوي افغان کورنۍ

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (سېف د چلډرن) مؤسسې په یوه تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې کابو ۵۵ سلنه هغه ماشومان چې بې‌ځایه شوي یا بېرته هېواد ته ستانه شوي، د کورونو پرېښودو او نورو کړکېچونو له امله د کافي خوړو د نه‌وررسېدو ستونزه لري.

د دې مؤسسې د موندنو له مخې چې پرون چهارشنبې یې خپرې کړي، ۴۱ سلنه ماشومانو ویلي چې روغتیايي وضعیت‌یې خراب شوی او ۳۸.۳ سلنه د پنځو او ۱۷ کلونو ترمنځ ماشومان په کارونو بوخت شوي دي.

دا څېړنه په اوو ولایتونو کې له ۸۲۴ ماشومانو او د کورنیو له ۸۳۸ سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده.

راپور ښيي چې ۳۷.۲ سلنه ماشومانو د زده‌کړو د سویې د خرابېدو او ۳۸.۳ سلنه کورنیو د ماشومانو د رواني او عاطفي وضعیت د خرابېدو خبر ورکړی دی.

د راپور له مخې، له هرو 10 ماشومانو نږدې نهو یې خوراکي مرستې ته اړتیا لرله، خو یوازې ۷.۵ سلنه ماشومانو په خپل اوسني استوګنځي کې بشري مرستې ترلاسه کړې دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر اکټوبر پورې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶.۶۷ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

په مادرید کې د افغان ښځو څلورمه غونډه جوړېږي

ارشیف، په مادرید کې د افغان ښځو یوه غونډه
ارشیف، په مادرید کې د افغان ښځو یوه غونډه

د افغان ښځو لپاره د ښځو بنسټ وايي، «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه به د نومبر په ۲۲ او ۲۳مه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د دغه هېواد په پلازمېنه مادرید کې جوړه شي.

د ښځو بنسټ د چهارشنبې په ورځ وویل، د غونډې اصلي موضوع به د عدالت او سولې په ټینګښت کې د افغان ښځو مشري او حساب ورکونه وي.

په دې غونډه کې به افغان ښځې، ډیپلوماتان، د ملګرو ملتونو استازي، د بشري حقونو کارپوهان او مدني فعالان ګډون وکړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوسې مانوېل البارس، به هم غونډې ته وینا وکړي.

هسپانیا په تېرو کلونو کې هم د افغان ښځو په ملاتړ د غونډو کوربه‌توب کړی دی.

د غونډې ګډونوال به د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا، عدالت، د ښځو پر حقونو او د افغانستان د سولې په بهیر کې د هغوی پر ونډې خبرې وکړي.

یو اسرائیلی وګړی د انسانانو د بدن د غړو د قاچاق په تور پر ۱۲ کاله بند محکوم شو

روسیه کې یو محبس
روسیه کې یو محبس

د مسکو یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د بوریس وولفمن په نوم ۴۲ کلن اسرائیلی وګړی د انسانانو د قاچاق او د بدن د غړو د پلور په تور پر ۱۲ کاله بند محکوم کړ.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د مسکو څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، وولفمن د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ ، د روسیې د اتباعو په شمول یو شمېر کسان، د ناقانونه جراحي عملیاتو لپاره کوسوو ته لېږدول.

د اعلامیې له مخې، د هر پښتورګې د پیوند لګښت لږ تر لږه ۸۰ زره یورو و.

وولفمن تېر کال په ترکیه کې نیول شوی و او وروسته روسیې ته سپارل شوی و.

د چین ولسمشر د شینجین په هوايي ډګر کې  د ټرمپ هرکلی وکړ

د چین او امریکا ولسمشران د شینجین په هوايي ډګر کې ،
د چین او امریکا ولسمشران د شینجین په هوايي ډګر کې ،

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د شینژن په هوايي ډګر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هرکلی وکړ.

وروسته لدې چې ولسشمر ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ له ځانګړې الوتکې (ایرفورس ون) څخه ښکته شو او په داسې حال کې چې د شي جین‌پینګ ترڅنګ پر سره غالۍ ولاړ و، د تشریفاتو ګارډ ورته د هرکلي مراسم ترسره کړل.

ټرمپ د شینژن په ښار کې له درې اړخیزې غونډې یوه ورځ مخکې چین ته ورسیده. ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG