د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

خبرونه

د کرکټ نړيواله شورا سبا د اتلانو جام پر برخليک خبرې کوي

دا لوبې چې ټاکل شوې پاکستان کې ترسره شي، هند يې مخالفت کړی
دا لوبې چې ټاکل شوې پاکستان کې ترسره شي، هند يې مخالفت کړی

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیواله شورا سبا د کرکټ د اتلانو د جام پر برخلیک خبرې وکړي.

له مهال‌وېش سره سم تمه ده چې دا لوبې د فبروري له نولسمې د مارچ تر نهمې په پاکستان کې وشي، خو هند ویلي دي چې لوبډله یې پاکستان ته نه‌ځي.

د راپورونو له‌‌مخې داسې اټکل کېږي چې، د کرکټ نړیواله شورا به دا وړاندیز وکړي چې د کرکټ د اتلانو د جام لس لوبې په پاکستان کې وشي او پاتې پنځه نورې دې په متحده عربي اماراتو کې وشي.

له‌‌دې وړاندیز سره مخکې پاکستان مخالفت کړی و.

مولوي يعقوب مجاهد د پاکستان له سفير سره د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې کړي

د طالبانو دفاع وزير مولوي يعقوب مجاهد او د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني.
د طالبانو دفاع وزير مولوي يعقوب مجاهد او د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني.

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن پر خپلې ایکس‌پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، ښاغلي مجاهد نن په خپل دفتر کې له نظاماني سره وکتل.

د مجاهد په حواله راغلي، د دواړو هېوادونو د پایداره اړیکو په موخه طالبان د پاکستان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

وړاندي راغلي، نظاماني هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا تاکید کړی دی.

دا لیده کاته په‌‌داسې حال کې دي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌‌‌اباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو په لاریونونو کې د شاوخوا شل تنو افغانانو د نیولو کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه ټيټه شوې ده

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د ملګرو ملتونو له نشه‌‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره (UNODC) وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه په پرله‌‌پسې ډول له دوو کلونو راهیسی راټيټه شوې او د ۲۰۲۴ کال تر پایه به ۴۳۳ ټنو ته ورسېږي.

خو په ورته وخت کې د دغې ادارې په اعلامیه کې، چې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۷ مه) خپره شوې راغلي چې، دا شمېره د ۲۰۲۳ کال پرتله دېرش‌ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګروملتونو په باور د دې زیاتوالي سربېره بیا هم د ۲۰۲۲ کال د تولید له کچې اوسنۍ کچه ۹۳سلنه ټیټه ده.

د ملګروملتونو له نشه‌‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د دغه سازمان د اجراییوي رییس غدا ولي له قوله ویلي، نړیوالې هڅې باید همغږي شي، څو د کوکنارو د کښت لپاره قانوني او اقتصادي بدیلونه لکه په زېربناو، کرنیزو سرچینو او د افغان کلیوالو د ژوند پر بنسټيزو برخو پانګونه وشي.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌‌مخې، د کوکنارو کښت او تولید د افغانستان له جنوب لوېدیځو ولایتونو څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی، چې د تریاکو د تولید دوه پر درېیمه برخه متمرکزه ده.

د پوځ له عملياتو وروسته د عمران خان پلويانو اسلام‌اباد کې پراخه مظاهرې لغوه کړې

اسلام‌اباد کې مظاهرې
اسلام‌اباد کې مظاهرې

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو وروسته له هغې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې خپلې پراخې مظاهرې لغوه کړې، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په نیمه شپه کې پراخ عملیات پیل کړل او سلګونه کسان یې ونیول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د (اګست ۷مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، مظاهره کوونکي تیت شوي او اسلام‌‌اباد تخلیه شوی دی.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، شاوخوا ۵۰۰ مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند نن په یوه بیان کې چې د دې ګوند پر ایکس‌پاڼه خپور شوی ویلي چې، په اسلام‌اباد کې په نښته کې د څلورو امنیتي ځواکونو او دوو مظاهره‌چیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

دغه ګوند د پاکستان حکومت له مظاهره‌‌چیانو سره په ظالمانه چلند تورن کړ.

په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف مشر هم په اسلام‌‌اباد کې د مظاهرې لغوه کېدل تایید کړل.

لاريون کوونکو د پاکستان له زندانه د عمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوله.

د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړی وزیر عمران خان په ۱۵۰ قضیو تورن دی او له یوه کال راهیسې په بند کې دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، پر عمران خان دا تورونه سیاسي انګېزه لري.

د لبنان په جنوب کې له ۱۴مياشتنۍ جګړې وروسته د اسراييل او حزب‌الله ترمنځ اوربند عملي شو

لبنان کې د جګړې يوه سيمه
لبنان کې د جګړې يوه سيمه

د لبنان په جنوب کې د اسرايیلو او د ایران ملاتړ لرونکې حزب‌الله ډلې ترمنځ اوربند له شاوخوا ۱۴ میاشتو جګړو وروسته، چې په سیمه کې یې د پراخې جګړې اندېښنې راپارولې وې عملي شو.

وروسته له هغې چې اوربند په سیمه‌‌ییز وخت د سهار په ۴ بجو پیل شو، د اسراییلو پوځ ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د لبنان په جنوبي سیمو کې دې خپلو کورونو ته ستانه نه‌شي او د اسراییلو پوستو ته‌دې نه نږدې کېږي.

په ورته وخت کې د اسراییلو د خبرداري سربېره د ملکي خلکو کاروانونه د لبنان سوېل ته ننوتل او د لبنان پوځ هم د اسراییلو د پوځ سره د ځای د تبادلې لپاره چمتو شوی دی.

حزب‌‌‌‌الله د امریکا متحدایالتونو د تروریستي سازمان په توګه نومولې او د اروپايي اتحادیې له‌‌خوا یې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله شوې ده.

د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزب‌‌الله ترمنځ د اوربند طرح تېره شپه د (نومبر په ۲۶مه) په یوه خوله تصویب کړه.

بلېنکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د استازو جرګې ته معلومات ورکوي

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن بلاخره موافقه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کانګرس د استازو په جرګه کې خبرې وکړي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې چې جمهوريبال په کې اکثریت دي دا خبر له اوږدو لانجو وروسته پرون ورکړ.

د کمېټې مشر مایک مککال وویل، بلېنکن منلې چې د ډسمبر په ۱۱مه به دې کمېتې ته حاضر شي او د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو په اړه به علني خبرې وکړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ګډودي هغه لانجمنه مسئله ده چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې یې سیوری لا هم د امریکا پر سیاسي چاپېریال پروت دی.

په‌ اسلام‌آباد کې د عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات شوي

په اسلام اباد کې امنیتي ځواکونه
په اسلام اباد کې امنیتي ځواکونه

د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پرون د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره په پلازمېنه اسلام‌آباد کې پراخ عملیات وکړل.

دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند معترضو پلویانو د حکومت هغه امر ونه مانه چې خپلې مظاهرې پای ته ورسوي.

د عمران خان پلویان له زندانه د پخواني صدراعظم خلاصون غواړي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو تېره شپه ناوخته مظاهره چیان تیت پرک او اسلام آباد تصفیه کړ.

یوه امنیتي چارواکي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې شاوخوا ۵۰۰ کسان نیول شوي دي.

د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند طرحه په یوه خوله تصویب کړه

په بیروت کې د اسراییلو د بریدونو له کبله له یوې سیمې لوګي پورته کېږي.
په بیروت کې د اسراییلو د بریدونو له کبله له یوې سیمې لوګي پورته کېږي.

د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند طرحه تېره شپه په یوه خوله تصویب کړه.

د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر بیګا وویل چې دا طرحه په لسو موافقو او یوه مخالفه رایه تصویب شو.

نتنیاهو هم له دې مخکې د اوربند له طرحې څخه ملاتړ کړی و او سپارښتنه یې کړې وه چې کابینه دې دا طرحه تصویب کړي، خو هغه په عین حال کې ژمنه کړې چې که حزب‌الله د دې موافقې له موادو سرغړونه وکړي نو دا ډله به سخته وځپل شي.

متحدوایالاتو سمدستي د دې موافقې هرکلی وکړ او ولسمشر جوبایډن وویل چې دا اوربند به د لبنان لپاره یو نوی پیل وي او ښيي چې له نژدې ۱۴ میاشتو جګړې وروسته سوله ممکنه ده.

نتنیاهو له حزب‌الله سره د اوربند موافقې د تصویب په تړاو خپلې کابینې ته مشوره ورکوي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، دی به خپلې کابینې ته مشوره ورکړي چې د امریکا په منځګړیتوب له حزب‌الله سره د اوربند موافقه تصویب کړي.

بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ماښام د نومبر ۲۶مه په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د اوربند موافقه به ۱۴ میاشتنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

په همدې حال کې اسراييلي پوځ د اوربند په وروستيو شېبو کې هم د سزا ورکولو په اراده د حزب‌الله د ډلو مېشتو سیمو ته ګواښونه کړي.

د امریکا متحد ایالتونه حزب‌الله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله یوه توندلارې ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د لبنان په پارلمان کې یې څو څوکۍ په واک کې دي.

تر اوسه د دغه اوربند دقیق شرایط او دقیق وخت معلوم نه دی.

دا تړون د غزې په تړانګه کې د حماس پر وړاندې د اسراییلو په جګړه اغېزه نه کوي چې د امریکا متحده‌ایالاتو او اروپایي اتحادیې له‌خوا د یو تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوی، داسې جګړه چې لا هم د پای ته رسېدو نښې یې نه ښکاري.

پاکستاني چارواکي په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه جزییات وړاندې کوي

په اسلام اباد کې د وروستیو روانو لاریونونو یوه څنډه
په اسلام اباد کې د وروستیو روانو لاریونونو یوه څنډه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د پاکستان په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن رسنیو ته جزییات وړاندې کړي.

محسن نقوي چې تېره شپه د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره د پوځ تر عملیاتو وروسته خبرې کولې همداراز زیاته کړه چې په نژدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یوه مهمه پرېکړه اعلان شي.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د پاکستان مخکیني موقت حکومت د ۲۰۲۳م کال په نوامبر میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د دې پلان په ترڅ کې لسګونه زره افغان کډوال چې د پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل په جبري ډول افغانستان ته واستول شول.

هغه مهال پاکستاني چارواکو تور لګولی و چې د پاکستان په ناامنیو کې افغان کډوال لاس لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG