د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

خبرونه

د امریکا دفاع وزیر کییف ته رسېدلی

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره نن دوشنبه د اکټوبر ۳۰مه کییف ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر اوکراین تازه بریدونه کړي چې له امله یې یو شمېر ملکیان ټپیان شوي او مهم تاسیسات ویجاړ شوي دي.

اسټین په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا څلورم ځل دی چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه اوکراین ته ځي، او دا ښيي چې امریکا له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د اوکراین ملاتړ ته ژمنه ده.

د افغانستان آزادۍ جبهې د کابل په هوايي ډګر د راکټي برید مسوولیت ومانه

ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه
ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې د کابل پر هوايي ډګر یې راکټي برید کړی دی.

دې جبهې نن دوشنبه د تلې ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هوايي ډګر پر نظامي برخه یې برید کړی او طالبانو ته یې د سرومال درانه تاوانونه اړولي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې عملیاتو لس دقیقې دوام درلود.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره نوی روزونکی وټاکل شو

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی روزونکی عثمان توشف
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی روزونکی عثمان توشف

عثمان توشف د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په فېسبوک کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې توشف نن دوشنبې (د تلې په ۳۰مه) په کابل کې یو کلن قرارداد کړ.

دې فدراسیون زیاته کړې چې عثمان توشف د ازبکستان دی او د آسیا د فوټبال تر ټولو لوړ روزنیز سند (AFC Pro) لري.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخواني سرروزونکی، اشلي ویسټ‌وډ، د سنبلې په میاشت کې د روزنې له دندې څخه استعفا کړې وه.

ده د دې پرېکړې دلیل په وخت د میاشتنۍ معاش نه ترلاسه کول بلل شوی و.

اوکرایني چارواکي: روسیې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی

پر کییف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
پر کییف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې د دویمې شپې په مخه د اوکراین پر پلازمېنه کیف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړ.

د دوی په وینا په دې بریدونو کې د استوګنو ودانیو ته زیان اوښتی او لږ تر لږه یو ملکي ټپي شوی دی.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو، نن دوشنبې په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي: "بله شپه، بله اندېښنه. دښمن د اوکراین او کییف په وړاندې د هوايي بریدونو شدت نه کموي."

پوپکو زیاته کړه: "نژدې ۱۰ بې پیلوټه الوتکې، چې څو ځله یې له مختلفو خواوو یې ښآر په نښه کړ، ویجاړې شوي دي."

د هغه په وینا، په دې بریدونو کې کومه مرګ‌ژوبله نه ده پېښه شوې، خو د بې پیلوټه الوتکو د ټوټو د لوېدلو له کبله لږ تر لږه یو تن په برسېرن ټپي شوی دی.

د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، هم په ټیلیګرام کې لیکلي چې د ویجاړ، شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې د پلازمېنې په درې اصلي سیمو کې لوېدلي، چې په ترڅ کې یې د څو استوګنو ودانیو بامونو، ظاهري برخو او د برښنا سیمونو ته زیان اوښتی دی.

د ترکیې د ولسمشر مخالف او یو روحاني مشر فتح‌الله ګولن په امریکا کې مړ شوی

فتح‌الله ګولن چې په امریکا کې د یکشنبې په ورځ مړ شوی دی.
فتح‌الله ګولن چې په امریکا کې د یکشنبې په ورځ مړ شوی دی.

فتح‌الله ګولن ته نژدې خواله رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا سخت مخالف روحاني په امریکا کې وفات شوی دی.

راپورونه ښیي چې ګولن د یکشنبې په ورځ په امریکا کې په یو روغتون کې وفات شوی دی.

دا مذهبي خطیب او د اخلاقي او دیني علومو ښوونکی په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسېده.

"هرکول" وېبپاڼې، چې د ګولن له خوځښت سره نژدې اړیکې لري، د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.

ګولن چې په ترکیه کې د ارزروم په سیمه کې زیږېدلی و، د وفات پر وخت ۸۳ کلن و.

په ترکیه کې ځینو رسنیو لکه این‌ټي‌وي او هابر په امریکا کې د ګولن د نژدې کسانو له قوله د نوموړي د مړینې خبر ورکړی دی.

خو د ترکیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فتح‌الله ګولن نوم د ۲۰۱۶م کال د دوبي په نیمایي کې په ترکیه کې هغه مهال ډېر مطرح شو چې اردوغان ګولن په "کودتا" تورن کړ او د هغه د جریان د ماتې اعلان یې وکړ.

په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد یو چارواکی د وسله‌والو په ډزو وژل شوی

ارشیف: په بنو کې امنیتي ځواکونونه د پلټلو پر مهال
ارشیف: په بنو کې امنیتي ځواکونونه د پلټلو پر مهال

په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو په دوام کې پرون په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد یو چارواکی د نامعلومو وسله‌والو په ډزو ووژل شو.

پاکستاني رسنیو نن وویل چې شیرعلي ماښام مهال په بنو کې خپل کور ته روان و چې وسله‌والو پرې ډزې وکړې.

په دې پېښه کې د دغه چارواکي دوه نژدې خپلوان ټپیان شوي دي.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو عموماً ټي‌ټي‌پي بریدونه کوي.

دا په روان اکټوبر میاشت کې په بنو کې پر پولیسو او امنیتي کسانو درېیم برید دی.

په تېرو دوو بریدونو کې ۶ پولیس وژل شوي دي.

په کندهار کې افغان بزګرانو څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي

ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي زعفران
ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي زعفران

په کندهار کې افغان بزګرانو سږ کال څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی، د کندهار د کرنې ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل په حواله پرون ویلي چې دغه اندازه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.

د زعفرانو کرکېله داسې مهال جنوبي ولایتونو کې زیاته شوې چې دغلته د کوکنارو په کرکېله لګول شویو محدودیتونو بزګران اندېښمن کړي دي.

پخوا تر دې د هلمند او کندهار بزګرانو ویلي، د طالبانو له‌خوا په کوکنارو بندیز دوی زیانمن کړي، ځکه په وینا یې بدیل کښت نه دی ورکول شوی.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې مشهور دي او څو ځله یې "د ښه خوند" جایزه ترلاسه کړې ده.

جرمني کې د اسراییل پر سفارت د هڅې په تور نیول شوی لیبیایي وګړی زندان ته لېږدول شوی

په برلین کې د اسراییل سفارت مخته د پولیسو یو افسر
په برلین کې د اسراییل سفارت مخته د پولیسو یو افسر

د اسلامي‌ دولت ډلې یا داعش هغه ملاتړی پرون توقیف ته ولېږدول شو چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې د اسراییل پر سفارت د برید د هڅې په تور نیول شوی دی.

د جرمني "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس ویلي چې د عمر په نوم دغه لیبیایي وګړی د شنبې په ورځ د برلین په یوه څنډه کې د پولیسو د هغې قطعې له‌خوا ونیول شو چې په درنو وسلو سمباله ده.

د جرمني فدرال څارنوالانو ویلي، یاد کس پلان درلود چې د اسراییل پر سفارت د ټوپک په وسیله د لوړې کچې برید وکړي.

دغو څارنوالانو په یوه بیان کې ویلي چې مشکوک کس د خپل برید د پلان په اړه د داعش یوه غړي ته په مسنجر کې معلومات لېږلي دي.

نیول شوی کس ۲۰۲۲م کال کې جرمني ته دننه شوی چې هلته یې د پنا اخیستنې دوسیه هم رد شوې ده.

د جرمني پولیسو ویلي چې د غزې د جګړې له پيله په دغه هېواد کې د یهودانو ضد فعالیتونه ډېر شوي دي.

کمالا هاریس: په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل راته د منلو نه دي

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس وایي، په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل ورته د منلو نه دي.

مېرمن هاریس چې د ډیموکرات ګوند له‌خوا د ولسمشریزو ټاکنو نومانده ده، پرون یکشنبه دغه څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

نوموړې زیاته کړې چې د همدې هڅو په موخه یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا منځني ختیځ ته ځي او هلته به د اړوندو لوریو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

که څه هم منځني ختیځ ته د بلېنکن د راتلونکي سفر نور جزییات نه‌شته، خو د جرمني خبري اژانس یا "ډ‌ي‌پي‌اې" لیکلي چې بلېنکن به سبا سه شنبه اسراییلو ته ورسېږي.

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو له پيله تراوسه څه باندې ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

جانسن: امریکا ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په اړه څېړنې پيلوي

د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن
د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن

د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن وايي، متحده ایالتونه ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په تړاو څېړنې پيلوي.

دا اسناد د شنبې په ورځ یوه ټلګرامي چینل ته لیک شوي دي.

د "سي‌این‌این" د راپور پر اساس، دا اسناد ډېر محرمانه دي او هغه نښانونه پرې دي چې یواځې یې امریکا او د فایف آیز ډلې غړي اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او بریټانیا کتلی شي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت پنټاګون د دغو رپوټونو د څېړلو په حال کې دی.

نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې امریکايي چارواکي هڅه کوي د دغو اسنادو افشا کوونکې سرچینې معلومې کړي.

دا اسناد چې د سټلایټ عکسونه هم په‌کې شته په راتلونکو ورځو کې په ایران د اسراییلو غچ اخیستونکي برید ته اشاره کوي.

نیویارک ټایمز بیا دا هم ویلي، دا اسناد یواځې د سټلایټي عکسونو په ارزونې وړاندې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG