تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۰

یوناما په کندهار کې د خپلې کارکونکې"تورپيکۍ الفت" وژنه وغندله

ملګروملتونو په کندهار ښار کې د خپلې کارکونکې، تورپيکۍ الفت په وژل کیدو سخته خواشیني څرګنده کړه او دا پيښه یې په کلکه وغندله.

د ملګروملتونو له سازمانه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تورپيکۍ الفت له تیرو پنځو کلونو راهیسې په کندهار کې د دې سازمان په بېلابېلو مرستندویه پروګرامونو کې کار کړی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازي دفتر [یوناما] وویل چې په کندهار کې د دوي کارکونکې تورپيکۍ الفت، درنه میرمن اود بشري حقونو کلکه مدافع وه.

تورپيکۍ الفت پرون [دوشنبه] سهار په کندهار ښار کې ووژل شوه.

د کندهار د والي ویاند اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې میرمن الفت سهار د خپل کار ځای ته په لاره کې ویشتل شوې ده.

په کندهارکې د چارواکو په وینا، دوو ناڅرګندو وسله والو چې په موټر سایکل سپاره وو، پر هغې ډزې وکړې او د پيښې له ځايه وتښتیدل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي چې د تورپیکې الفت وژل کیدو ټکان ورکړی او د دې پيښې په اړه يې د بیړنیو څیړنو غوښتنه کړې ده، بان کي مون پرون له نیویارکه وویل:

((تورپیکۍ الفت د بشري حقونو کلکه دفاه کوله او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره یې د ارزښت وړ خدمت کړی دی.))

د یوناما خبرپاڼه وايي چې د تورپیکۍ الفت د قتل په اړه څیړنې پيل شوې دي.

یوناما ویلي، تورپيکۍ الفت په سیمه کې له امنیتي ګواښونو خبره وه، خو له ویرې پرته یې خپل کار ته دوام ورکړی وو.

د یوناما خبرپاڼه وايي:

((د تورپيکۍ الفت فعالیت هغه ټول غوره اړخونه درلودل چې د افغانستان د ځوانانو په کار کې لیدل کیږي او نوی نظر یې درلود.))

د یوناما خبرپاڼه وايي چې پر تورپيکۍ الفت د حملې دلیل لانه دی څرګند شوی او کومې ډلې یې تر اوسه مسئولیت نه دی اخیستی.

ملګروملتونو ویلي چې د پيښې په اړه څيړنې پيل شوې او دوي به خپل فعالیتونه جاري وساتي.

په جینوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاندې، روینا شامداساني د تورپيکۍ الفت وژل کیدل خواشینونکې پيښه وبلله.

شامداساني په افغانستان کې د ملګروملتونو او نورو خیریه ادارو د کارکوونکو او د بشري حقونو د فعالانو د امنیت په اړه اندیښنه لري.روینا شامداساني زیاته کړه:

((د یوناما په ګډون، زموږ د بشري حقونو د ادارې کارکوونکي په افغانستان کې، د زور زیاتي او روان تشدد په اړه اسناد غونډوي او له نړېوالو سره یې شریکوي څو نړېوال په افغانستان کې د بشري حقونو پر فعالانو، د ملګروملتونو د سازمان او نورو مرستندویه ادارو پر کارکوونکو او ملکي خلکو له حملو او د روان زور زیاتي له څرنګوالي خبر شي.))

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر [یومانا] خبرپاڼه وايي چې په افغانستان کې د دوي پر کارکوونکو وسله والې حملې، د بشري حقونو پر نړېوال قانون تیری ګڼل کیږي.

​
XS
SM
MD
LG