ولسمشر کرزي او یو شمېر امریکایي سناتورانو تیره ورځ ناوخته په ارګ کې لیدلي او پر بېلابېلو سیاسي او نورو مسایلو یې خبرې کړي.
افغان چارواکي وایي چې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان پر امنیتي او سیاسي حالاتو او د سیمې او نړۍ پرمختلفو مسایلو خبرې وشوې.
سیاسي څیړونکي کابل ته د امریکایي سناتورانو راتګ مهم بولي او وایي، امریکا هڅه کوي چې له افغانستان سره ډیر ژر امنیتي سند لاسلیک کړي.
د ولسمشر کرزي او امریکایي سناتورانو په لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي سند، د سولې پر پروسې، د جمهوري ریاست پر راتلونکو انتخاباتو او سیمه يیزو مسایلو خبرې شوي.
په ارګ کې چارواکي وایي چې؛ ولسمشرکرزي دواړو سناتورانو جان مککین او لنزي ګراهام ته ویلي چې؛ کابل له واشنګټن سره پر امنیتي سند ټینګار کوي خو په دې برخه کې ځینې مهم شرایط هم لري چې باید د امریکا له خوا ومنل شي.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو او د سولې د عالي شورا ترمنځ د سولې د خبرو آترو پیلیدل هم په دې برخه کې د ولسمشر کرزي له شرایطو څخه وو.
د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي سند په اړه خبرې اترې وروسته له هغې ودرول شوې چې؛ افغان حکومت څه باندې دوه اونۍ مخکې په قطر کې د طالبانو د دفترله څرنګوالي سره مخالفت وکړ.
افغان حکومت وویل چې؛ په قطر کې د اسلامي امارت په نوم د طالبانو دفتر او د هغوی د بیرغ اوچتول د کابل او واشنګټن ترمنځ د شوې موافقې خلاف دی.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې هم د ولسمشرکرزي له قوله ویل شوي چې امریکایی سناتورانو ته یې څرګنده کړې چې له تیرو اوو میاشتو راهیسې په تیره په قطرکې د طالبانو د دفتر له پرانستلو نه را په دېخوا د امریکا پر رول او عمل د افغانانو باور زیانمن شوي دی.