د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۹

کابل به کلونه وروسته د ژوند کولو نه وي

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي په دې نظر دي؛ که مربوط ارګانونه د کابل ښار د چاپیریال ساتنې لپاره عملي اقدامات ونه کړي؛ نو ښایي چې په راتلونکو څو کلونو کې په دې ښارکې ژوندکول هم ګران شي.

د دې ادارې ريیس مصطفی ظاهر د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وویل؛ که څه هم په وروستیو څو کلونو کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې له قوانینو سره سم په دې برخه کې یولړ کارونه شوي؛ خو د ده په خبره کافي نه دي.

ښاغلی ظاهر ټینګار وکړ، چې ټول مربوط ارګانونه او د کابل ښار اوسیدونکي دې په دې هکله هڅې زیاتې کړي:

"د کابل ښار چې د افغانستان پایتخت دی، که لس کیلومټره ترې لیرې لاړ شې هیڅ ډول ککړتیابه ونه وینئ.

کابل ښار د چاپیریال د سقوط مثال لري، که د چاپیریال ستونزه په همدې ډول پرمخ لاړه شي، په احتمالي توګه ویلي شم، له پنځو څخه تر اوو کلونو پورې به په دې ښار کې ژوند ګران شي."


د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د نفوسو زیاتوالی، بې پلانه ودانۍ، اقتصادي ستونزې، مهاجرتونه، د شنو سیمو له منځه تلل او د چاپیریال پر وړاندې د خلکو بې پروايي سبب شوې؛ چې د کابل ښار چاپیریال له بل هروخت نه زیات ککړ شي.

د دې ادارې مسوولانو وویل، دا اداره یوه پالیسي جوړوونکې اداره ده او د دولت د پرېکړې په اساس نولس ارګانونه مکلف شوي چې په خپلو پلانونو کې د چاپیریال ساتنې پروګرامونه ځای کړي.

بلخوا په همدې ورځ د "کلب سبز" په نامه یوې خپلواکې موسسې د کابل ښار په یوشمېر ښونځیو کې زده کوونکو ته د چاپیریال د اهمیت په هکله د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړل.

د دې موسسې مشر محمد ناصر صدیقي د خپل کمپاین د هدف په اړه وویل:

"زموږهدف دا دی، چې د چاپیریال په هکله د خلکو د پوهاوي سطح لوړه کړو. هره ورځ به څلورو ښونځیو ته ځواوسربیره پردې یوکمپاین هم پیلوو هیله زموږ د اپروګرام کامیاب او اغیزمن اوسي."

د کلب سبز موسسې مشر دا هم وویل، هرکال په افغانستان کې څه باندې درې زره خلک چې ډېره برخه یې ماشومان جوړوي د ککړ چاپیریال له امله مړه کیږي.

دعامې روغتیا وزارت هم وايي، چې د ککړې خاورې، هوا، اوبو او خوړو له امله خلک په کابل او نورو ولایتونو کې په ځینو خطرناکو ناروغیو اخته کیږي.

خو د چاپیریال ساتنې اداره وايي، که د دوی له خوا ترتیب شوې طرحې او قوانین پلی شي نو د کابل ښار د چاپیریال په وضع کې به ښه والی راشي.

راپور: خان محمد سیند
راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG