تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۳

اروپايي ټولنه د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرسته کوي

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د دوو میلونو ایرو مرسته تصویب کړه.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د څانګې مشرې کرسټالینا جیور جیوا ویلي، اروپايي ټولنه دا مرسته د سیلاب ځپلو اړتیاو ته په پام ترسره کوي.

په عین حال کې ملګرو ملتونو ویلي، د پاکستان سیلاب ځپلو ته یې د څښاک د پاکو اوبو د رسولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي.

دې سازمان ویلي هره ورځ په ځپلو سیمو کې دوه سوه زره لیټره اوبه څلور زره کسانو ته رسوي او په راتلونکیو ورځو کې به په دې هیواد کې د پاکو اوبو نورې ذخیرې هم رامنځ ته کړي.

راپورونه وايي، چې په سیلاب ځپلو سیمو کې دا مهال تر ټولو لویه ستونزه د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی دی او ګڼ کسان د ککړو اوبو د څښلو له کبله په اسهال او نورو ناروغیو اخته شوې دي.

له دې سره په یو وخت د خوراکي موادو نړیوال سازمان ویلي، د دې میاشتې تر پای پورې به تقریبا پنځه سوه زرو کسانو ته په پاکستان کې د خوراکي موادو بیړنۍ مرستې ورسوي.

د راپورو نو له مخې د پاکستان په جنوبي ښارګوټي بدین کې سیلاب ځپلو خلکو ته د خوراکي موادو ویش پیل شوی دی، په دې سیمه کې په سلو کې اتیا کسان د روغتیایې خدمتونو څخه محروم دي.

د پاکستان د تیر کال د سیلابونو پر مهال د اصف علي زرداري حکومت له دې کبله دننه په پاکستان کې له انتقادونو سره مخ شوی و؛ چې ویل کیدل، د سیلاځپلو د ستونزو هواري ته یې پام نه دی کړی او ولسمشر هغه مهال بریتانیې او فرانسې ته په رسمي سفر تللی و.

خو سږکال د دې هیواد صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په نیویارک کې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې خپل ګډون لغوه کړی او ویلي یې دي، غواړي د سیلاب ځپلو ستونزو ته د ځان رسولو په خاطر دننه په هیواد کې پاتې شي.

اوس ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره د خپل هیواد استازیتوب وکړي.

ټاکل شوې، چې نن د شنبې په ورځ به د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني یو شمیر سیلاب ځپلو سیمو ته ورشي.

د راپورونو له مخې سږنیو سیلابونو ډیر زیان د سند په ایالت کې اړولی په سلګونو کسان یې وژلي او په درې سوه زره نور یې بې کوره کړي چې اوس په خیمو کې ژوند کوي.

پاکستان تیر کال هم سختو سیلابونو زپلی وو چې تقریبا دوه زره کسان په کې مړه شوې او میلونونه نور یې زیانمن کړي وو.
​
XS
SM
MD
LG