د طالبانو دفاع وزارت شنبه سهار په خپله ایکس پاڼه د ډېرو جزییاتو له ورکړې پرته لیکلي چې د افغانستان د جنوب ختیځ له استقامته یې د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو سیمو د هغو «شریرو عناصرو» او د دوی د ملاتړو په پټنځایونو او مرکزونو انتقامي بریدونه کړي له کومو سیمو چې پر افغانستان بریدونه تنظیمېدل.
د سمنګان ولایت د دره صوف د ډبرو سکرو په یوه کان کې ټول ایسار کارګر ژغورل شوي دي. دا خبره په سمنګانو کې د طالبانو د والي ویاند عصمت الله مرادي رسنیو ته کړې ده.
نور راوښيه