خبرونه
یو اسرائیلی وګړی د انسانانو د بدن د غړو د قاچاق په تور پر ۱۲ کاله بند محکوم شو
د مسکو یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د بوریس وولفمن په نوم ۴۲ کلن اسرائیلی وګړی د انسانانو د قاچاق او د بدن د غړو د پلور په تور پر ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د مسکو څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، وولفمن د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ ، د روسیې د اتباعو په شمول یو شمېر کسان، د ناقانونه جراحي عملیاتو لپاره کوسوو ته لېږدول.
د اعلامیې له مخې، د هر پښتورګې د پیوند لګښت لږ تر لږه ۸۰ زره یورو و.
وولفمن تېر کال په ترکیه کې نیول شوی و او وروسته روسیې ته سپارل شوی و.
د چین ولسمشر د شینجین په هوايي ډګر کې د ټرمپ هرکلی وکړ
د چین ولسمشر شي جینپینګ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د شینژن په هوايي ډګر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هرکلی وکړ.
وروسته لدې چې ولسشمر ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ له ځانګړې الوتکې (ایرفورس ون) څخه ښکته شو او په داسې حال کې چې د شي جینپینګ ترڅنګ پر سره غالۍ ولاړ و، د تشریفاتو ګارډ ورته د هرکلي مراسم ترسره کړل.
ټرمپ د شینژن په ښار کې له درې اړخیزې غونډې یوه ورځ مخکې چین ته ورسیده. ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
سعودي ائتلاف وايي د حوثیانو یو توغندی یې شنډ کړی دی
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د حوثي وسلهوالو یو توغندی یې شنډ کړی او له منځه وړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې دیمن له حوثیانو سره د نښتو ددوام په ترڅ کې، د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د سعودي عربستان د جنوبي ښارونو جازان، نجران او خمیس مشیط اوسېدونکو ته د احتمالي خطر خبرداری ورکړی دی.
په عین حال کې، د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی او یو شمېر اوسېدونکو د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه د لوګي د لیدلو خبر ورکړی دی.
له پیښې مخکې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف اعلان وکړ چې د حوثیانو له خوا د ریاض ښار پر لور توغول شوی یو کروز توغندی یې نسکور کړی دی.
د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
روبیو: فکر نه کوم پر واشنګټن د «چټل بم» د برید نږدې ګواښ موجود وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، په واشنګټن کې د «چټل بم» په وسیله د برید لپاره د ایران د احتمالي پلان په اړه د سياېناېن د راپور په غبرګون کې ویلي، دی فکر نه کوي چې د امریکا پلازمېنه به له کوم سملاسي ګواښ سره مخ وي.
د«چټل بم» بم اصطلاح داسې وسلې ته کارول کیږي چې د عادي چاودېدونکو توکو په وسیله راډیواکټیف مواد په چاپېریال کې خپروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې، پر واشنګټن د احتمالي برید په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د امریکا استخباراتي ادارې په دوامداره توګه امنیتي ګواښونه ارزوي.»
هغه زیاته کړه چې ځینې کسان داسې معلوماتو ته دلاسرسي ادعا کوي چې په حقیقت کې یې په اختیار کې نه دي خو یوازې د دې لپاره چې د دولتي ادارو برېښنالیک پته لري، د خبریالانو لخوا د اعتبار وړ ګڼل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د هغه نیوکې په ځانګړې توګه د سياېناېن د یاد راپور په اړه نه دي، بلکې په عمومي توګه د رسنیو د استخباراتي سرچینو په اړه خبرې کوي.
د ټرمپ د ترور د توطیې په قضیه کې د سپاه پاسداران روزل شوی کس په ۲۷ نیم کاله بند محکوم شو
د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان تبعه او د ایران د سپاه پاسداران روزل شوی عامل، آصف مرچنت، د ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو د ترور لپاره توطیه کې د لاس لرو له امله په ۲۷ نیم کاله بند محکوم شوی دی.
نوموړی تورن شوی و چې د پنځه زره امریکايي ډالرو په بدل کې د اجیرو قاتلانو د ګمارنې په هڅې سره یې په توطیه کې ګډون درلود.
د امریکا د عدلیې وزارت د هغې اعلامیې له مخې چې د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۲۶مه خپره شوې، د نیویارک د یوې د فدرالي محکمې قاضي، اریک کومېټي، ۴۸ کلن آصف مرچنت د پولې هاخوا د ترهګریز اقدام د ترسره کولو د هڅې او د اجیرانه وژنې د توطیې په تور په ۳۳۰ میاشتو بند محکوم کړی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، مرچنت په ۲۰۲۲ کال کې له سپاه پاسداران سره همکارۍ ته مخه کړې وه او د یوه خپلوان له لارې یې په دغو ځواکونو کې له خپل ارتباطي کس، "یوسف مرهرداد"، سره اړیکه ټینګه کړې وه.
د دې اعلامیې له مخې، مرچنت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د شاوخوا یو نیم کال په موده کې نږدې ۱۵ ځله په تهران کې له خپل ارتباطي کس سره ولیدل او په دغو لیدنو کې یې د استخباراتي ضد فعالیتونو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. وروسته ورته دنده وسپارل شوه چې د امریکايي چارواکو د ترور د تنظیمولو لپاره امریکا ته سفر وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، مرچنت ته لارښوونه شوې وه چې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره له مجرمینو یا د مافیا له غړو څخه کسان وګوماري او امریکا کې په یوه سیاسي غونډه کې د ترور اقدام ترسره کړي.
امریکايي څارنوالانو ویلي، چې د دې توطیې اصلي هدف ډونالډ ټرمپ و، خو د هغه مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ سیاله نیکي هیلي هم د احتمالي هدفونو په توګه په پام کې نیول شوي وو.
نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد به روان کال ۳ سلنه وده ولري خو د هر وګړي اقتصادي تولید به بیاهم کم وي
د نړیوال بانک تازه راپور له مخې، تمه کېږي چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې د ښو کرنیزو حاصلاتو له امله ۳ سلنه وده وکړي.
خو راپور دا اټکل هم کوي چې د هر وګړي اقتصادي تولید به د نفوسو د ۶،۶ سلنې احتمالي زیاتوالي له امله ۳،۳ سلنه راکم شي چې دا به په تېرو درېیو پرله پسې کلونو کې د هر وګړي د اقتصادي تولید درېیم کلنی کموالی وي.
راپور زیاتوي چې سره لدې چې سږني حاصلات ښه و خو بیاهم د روان ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې تخمینا ۱۵.۹ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وو.
راپور وړاندې وايي په داسې حال کې چې پاکستان سره سوداګریزې لارې تړل شوي دي د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات دمنځنۍ اسیا او ایران له لارو ترسره کیږي او صادرات دروان ۲۰۲۶ کال د اپریل او سپتمبر میاشتو ترمینځ موده کې نسبت تیرکال ته څه دپاسه ۱۵ سلنه راکم شوي دي.
راپور د ژوندانه د کچې د ښه والي لپاره څو لومړیتوبونه په ګوته کوي، چې پکې د سوداګرۍ لپاره د ډاډمنو لارو تامین، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو پراخول چې ګڼ شمیر ستانه شوي کډوال په کې میشت شوي ، او د ښځو او نجونو په زده کړو او کار محدودیتونه لیرې کول ، شامل دي .
ملګرو ملتونو افغانستان ته ۴۸ میلیونه ډالره بېړنۍ بشري مرسته ځانګړې کړه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې له شاوخوا ۸۲۴ زره اړو کسانو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د ریلیفوېب د سې شنبې د ورځې د راپور له مخې، دغه بودجه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلېچر منظور کړې، څو د ژمي له رارسېدو مخکې له هغو کورنیو سره مرسته وشي چې له بېوزلۍ، د خوراکي توکو له کمښت او نورو سختو شرایطو سره مخامخ دي.
دغه پیسې به د خوړو، روغتیا، تغذیې، سرپناه، پاکو اوبو او نورو اړینو خدماتو په برخو کې ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لومارکي ویلي، دا مرستې به تر ټولو زیانګالو ټولنو ته ورسېږي، خو ټینګار یې کړی چې د مرستو په رسولو کې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو ونډه هم اړینه ده.
د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه هم ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي چې په دې سره د نویو مرستو ټولټال ۴۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
عدالت ته د جنګي جرمونو د افغان قربانیانو د نهرسېدو په اړه اندېښنې
د بشري حقونو څار سازمان (هیومن رایټس واچ) خبرداری ورکړی چې د جرمونو د نړیوالې محکمې (ایسيسي) وروستۍ پرېکړه ښايي په افغانستان کې عدالت ته د امریکايي ځواکونو او د پخواني افغان حکومت د ځواکونو د ادعا شویو جنګي جرمونو د قربانیانو لاسرسی محدود کړي.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» په خپله وېبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې محکمې د نومبر په ۱۲مه، د څېړنو د نهپرمختګ له امله، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د ترسره شویو جرمونو اړوند قضیه عملاً تړلې ده.
خو د محکمې د قاضیانو د پرېکړې له مخې، د طالبانو د ادعا شویو جرمونو په اړه جلا روانې څېړنې دوام لري.
د بشري حقونو څار سازمان د نړیوال عدالت مشرې لېز ایونسن ویلي، دا پرېکړه ښايي د امریکايي او پخوانیو افغان حکومتي ځواکونو د ادعا شویو جرمونو د حساب ورکولو پر وړاندې نور خنډونه رامنځته کړي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالۍ د نومبر په ۱۳مه د دې پرېکړې د استېناف او د پلي کېدو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو څار سازمان وايي، د افغانستان د اوږدې جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو، «سيایاې»، پخوانیو افغان حکومتي ځواکونو، طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې لهخوا د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو ادعاوې مستندې شوې دي.
د سعودي او پاکستان ترمنځ د ۳۰ میلیارده ډالرو د ګازي تأسیساتو د پروژې هوکړه
د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت «ډېلټا انرژي» له یوه پاکستاني دولتي شرکت سره د شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګازو د نللیکو او نورو تأسیساتو د جوړولو د امکاناتو د څېړلو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په هغې خبرپاڼه کې چې د دواړو شرکتونو لهخوا د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» خپره شوې، ویل شوي چې په دې طرحه کې د افغانستان له پولې د پاکستان تر ګوادر بندر او د هند تر پولې د ګازو د نللیکو غځول هم شامل دي.
سعودي شرکت د افغانستان د کشک د ګازو زېرمې او نورې سرچینې د دغو نللیکو لپاره د ګازو د احتمالي تأمین کوونکو په توګه یادې کړې دي.
د روېټرز په وینا، دا پروژه د ټاپي له پروژې چې د ترکمنستان پر ګازو تکیه لري، جلا ده.
خو شرکتونو ټینګار کړی چې دا هوکړه یوازې د پروژو د امکاناتو د ارزونې لپاره ده او تر اوسهیې د پانګونې یا عملي کار وروستۍ پرېکړه نهده شوې.
د زېمبابوې کرکټ لوبډلې د افغانستان پر وړاندې دوهمه ټېسټ لوبه وګټله
د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې دوهمه او وروستۍ ټېسټ لوبه د ۵۷ منډو په توپیر وګټله.
دغه لوبه د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پای ته ورسېده.
زېمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ او په دوهمه کې ۲۹۵ منډې وکړې او افغانستان تهیې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ او په دوهمه کې ۳۶۰ منډې وکړې او لوبهیې وبایلله.
د افغانستان په دوهمه پاڼۍ کې نصیر خان معروفخېل ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او افسر ځاځي ۸۷ منډې جوړې کړې.
نصیر خان معروفخېل د زېمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځولو هم ځلېدلی و.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه بېپایلې یا مساوي پای ته رسېدلې وه.