د واګنر شرکت اجیرو ځواکونو په ګډوډیو لاس پورې کړی او د روسیې په یو مهم ښار کې لیدل شوي

وسله وال کسان د روسیې د روستوف آن ډون په مرکز کې د یوه زغره وال موټر تر څنګ لیدل کېږي. دا انځور د شنبې په ورځ د جون په ۲۴مه د روسیې په سویل کې یوې پوځي اډې ته نږدې اخیستل شوی.

یو ټانک د مختلفو سور رنګه نښو سره د روستوف آن ډون په عمومي سړک کې موقعیت لري.

د واګنر ډلې د اجیر ځواکونو قومندان یفګیني پریګوزین د شنبې په ورځ جون ۲۴مه اعلان وکړ چې د دوی ځواکونه له اوکراین څخه روسیې ته ننوتلي او د روستوف آن دون ښار ته چې له سرحدي سیمې څخه سل کیلومتره لرې دی، ننوتي دي.

وسله وال کسان چې ویل کېږي د واګنر په نوم ډلې پورې تړاو لري، د ملکي موټر تر شا ځای پر ځای شوي دي. د روسیې د فدرالي امنیت ادارې اعلان وکړ چې د پرکوژین پر ضد 'د وسله وال بغاوت د هڅولو' په تور جنایي قضیه پرانيستل شوې ده. دا اقدام وروسته له هغه شوی، چې د واګنر د ځواکونو قوماندان ژمنه وکړه، چې د روسیې د دفاع وزارت د چارواکو پر وړاندې به د 'عدالت لپاره لاریون' وکړي.

وسله وال کسان د یوه نظامي موټر تر څنګ راټول شوي دي. د تصویر په لاندنۍ برخه کې یوه اوسپنیز میل هم لیدل کېږي.

یو انځور چې د جون د ۲۴مې د ویډیو څخه اخیستل شوی دی، پریګوژین د روسیې په سوېل کې د یوې نظامي اډې دننه ښیې.

د جمعې په ورځ، د جون په ۲۳مه، پریګوژین ادعا وکړه چې په اوکراین کې د واګنر کمپ له شا څخه د توغندي برید شوی. هغه روسي ځواکونه تورن کړل، چې دغه برید یې کړی دی.

یو پوځي چارواکي چې ویل کېږي د واګنر ډلې سره تړاو لري، د شنبې په ورځ د جون په ۲۴مه د کمرې په وړاندې اکټ وکړ. د روسیې د دفاع وزارت دغه برید پارونکی بللی او یو شمېر کرملین پلوه څېرو یې هغه عکسونه چې له برید وروسته جریان ښيي د زړو انځورونو په توګه ښودلي.

د روستوف آن ډان په مرکز کې وسله وال کسان د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د می په ۲۴مه د روسیې په پلازمېنه کې د 'ترهګرۍ ضد' اقداماتو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

دا انځور چې د جون په ۲۴مه د شپې په نیمه کې اخیستل شوی، ملکي وګړي ښیې چې د روستوف آن ډون په ښار کې یوه زغره وال موټر ته نږدې راټول شوي چې پر سر یې 'ز' لیکل شوی دی. دا سمبول په اوکراین د روسیې د یرغل په معنا دی.

د واګنر ډلې یوه وسله وال کس په رستوف ښار کې د روسیې د ملي اردو له یوه نظامي موټر څخه تېرېږي.

 

یوه مېرمن چې له یوه بس موټره راښکته شوې د یوه وسله وال کس سره خبرې کوي.
 

د واګنر شرکت د وسله والو تصویرونه په داسې حال کې خپاره شوي، چې د روسیې په جنوبي روستوف کې حضور لري. دا په داسې حال کې ده، چې دغه وسله والې نظامي ډلې د روسیې دفاع وزارت پر وړاندې نظامي خوځښت اعلان کړی.