په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما چې آغلې اتونبایوا یې مشري کوي، نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر دغه خبر ورکړی دی.
یوناما د میرمن اتونبایوا د خبرو جزیات نه دي خپاره کړي، خو ویلې یې دي چې د امنیت شورا غونډه به د کابل په وخت سبا ماښام شاوخوا ۷ بجې پيل شي.
یوناما بیا پرون د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب د له منځه تلو په حال کې دی.
د یوناما په وینا، که څه هم افغانستان کې وسله وال تاوتریخوالی کم شوی او امنیتي وضعیت ښه شوی دی، خو زیاته کړې ده چې بشري حقونه له خطر سره مخامخ دي.
طالبان که څه هم ادعا کوي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي، خو د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه بیا ورسره موافق نه دي.
دغه سازمانونه وایي چې طالبانو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ډير لومړني حقونه هم تر پښو لاندې کړي دي.
طالبانو د نجونو او ښځو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او تازه یې تېره اونۍ په روغتیایي موسسو کې هم د هغوی پر زده کړو بندیز ولګوه.