شمالي کوریا يو بالسټیک توغندی وازمويه

Your browser doesn’t support HTML5

د جنوبي کوریا او امريکا پوځي چارواکي وايي، شمالي کوریا نن یکشنبه يو بالسټیک یا لرواټنه توغندی وازمويه. امريکا، جنوبي کوریا او جاپان ويلي دوى ټول انتخابونه ازمويي څو دغه سرکش هېواد مجازات کړي.د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر د توغندي له توغولو وروسته وویل: "توغندي ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتی، اوس جنوبي کوریا د امریکا له متحدو ایالتونو سره پر اضافي معلوماتو له نژدې څېړنه کوي."