قرغزستان کې د چین پر سفارت انتحاري حمله شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د قرغزستان چارواکي وايي يوه ځان وژونکي چې په موټر کې سپور و، په پلازمېنه بېشکيک کې د چين پر سفارت حمله وکړه. په پېښه کې بريدکوونکى وژل شوى او د سفارت درې کارکوونکي ټپيان شوي دي. د قرغزستان د صدراعظم مرستيال ژينيش رازکوف وويل، ځان وژونکي بريدکوونکي خپل موټر د سفارت انګړ ته دننه کړى او په موټر کې ځاى پر ځاى شوې منفجره وسيله‌يې هلته چوولې ده. د قرغزستان روغتيا وزارت وايي، په پېښه کې درې واړه ټپي شوي کسان د قرغزستان وګړي دي.