د ازبکستان خلکو د کریموف د مړیني له امله د ماتم په مراسمو کې ګډون کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د ازبکستان د مرکز تاشکند سلګونه اوسیدونکي د دغه هیواد د ولسمشر اسلام کریموف د مړېني له امله د ماتم پر تغر ناست دي او په هغو لارو چې د اسلام کریموف جنازه وړل کیږي د ګلو ګیډۍ یي ایښي دي. د اسلام کریموف مړی به نن ناوخته دده د زیږدو په سیمه کې چې د تاشکند څخه په ۲۵۰ کیلومتری کې پروت دی، خاوروته وسپارل شي.