تصويري راپور؛ اسراییل د ایران له توغندیز برید یوه ورځ وروسته

په تل‌ابیب کې یو موټر پر خاورو خړپړ شوی، چې ظاهراً د راکټ په واسطه هوا ته غورځول شوي دي. دا عکس د اکتوبر په دویمه سهار وروسته له هغه اخیستل شوی چې ایران تېره ورځ پر اسرايیلو پراخ توغندیز برید وکړ.

په تل‌ابیب کې یو رستورانت ته زیان اوښتی
شاوخوا ۱۸۰ توغندي، چې ایران ادعا کړې بالیسټیک توغندي وو، د اکتوبر په لومړۍ نېټه، ماښام مهال په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي شخړې په ترڅ کې پر اسراییلو وتوغول.
 

یو سړی تل‌ابیب ته نژدې په هود هاشارون کې د یوې ودانۍ عکس اخلي، چې د اکتوبر د لومړۍ نېټې په برید کې ویجاړه شوې ده.

يوشمېر خلک په تل‌ابیب کې یو ویجاړ شوی موټر بررسي کوي.
د ایران د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېر لا هم معلومه نه‌دی. یو فلسطینی د لوېدیځې غاړې په اريحا ښار کې د راکټ د یوې ټوټې د لوېدو له امله وژل شوی دی.
 

په رام‌الله کې فلسطینیان د ایران له برید وروسته د یوه راکټ په شاوخوا کې راټول شوي دي.

د اسراییلو مرستندویه ځواکونه د ایراني راکټ له‌خوا رامینځته شوي سوري پلټنه کوي چې د هېواد په مرکز کې د ښوونځي ودانۍ وه.

د اسراییلو په شمال کې د باقه‌الغربیه ښار په اسمان کې راکټونه لیدل کېږي.

اسراییلیان چې، د اکتوبر د لومړۍ نېټې د برید پرمهال يې په یوه کنده کې پناه اخيستې.
 

په‌دې بریدونو کې د اسراییلو دوه هوايي اډې په نښه شوې او ځینې توغندي په تل‌ابیب کې د اسراییلو د جاسوسۍ ادارې موساد دفتر ته نږدې لګېدلي.
په‌داسې حال کې چې خلکو د ایران په پلازمېنه کې پر اسراييلو د توغندیو بریدونه لمانځي، په تهران کې د يو سړي په لاس کې بينر ليدل کېږي.
اسراییل ژمنه کړې چې د بریدونو ځواب به ورکړي او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا "لویه تېروتنه" وبلله او وویل چې تهران به "د دې بريدونو ځواب وګوري."
 

په‌داسې حال کې چې د ایران د تېلو د صنعت زېربنا باندې د اسراییلو د برید احتمال په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، یوه ایرانۍ ښځه په تهران کې خپل موټر د تېلو څخه ډکوي.

اسرايیلو پر دغه هېواد د ایران له توغندیز برید وروسته د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) د ور اوښتو زيانونو ارزونه پیل کړه.