د مخاطبانو دسترخوان؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بېوزله نښه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (يونېسف) د سږکال په لومړيو کې خبرداری ورکړی چې له پنځو کلونو کمعمره شااوخوا ۱،۱ مليون ماشومان د شديدې خوارځواکۍ له امله د مړينې له خطر سره مخ دي.
د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۳،۲ مليونه زيات ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

حسیبالله د غور ولايت مرکز فېروزکوه ښار اوسېدونکی دی.
"د طالبانو له واکمنۍ مخکې مې دنده او ګټه وټه درلوده. په ښه توګه مې کولای شول خپله کورنۍ تغذیه کړم. له بده مرغه هغه ورځې پای ته ورسېدې. خواړه ډېر ګران دي. زه له دې چې نهشم کولای د خپل ماشومانو د اړتيا وړ خواړه برابر کړم د شرم احساس کوم. دا مې په رښتیا ځوروي."

پشتنه هغه کونډه مېرمن ده چې په کندهار کې ژوند کوي.
هغه او درې ماشومانيې په غرمه کې کچالو خوري. پشتنې پر سوالګرۍ د طالبانو له بنديز مخکې خيرات ټولاوه.
طالبان هره مياشت دغې کورنۍ ته يوه بوجۍ وړه، وريجې او غوړي برابروي، خو پشتنه وايي چې دغه مرستې ورته بسنه نهکوي.

"پخوا مو کولای شول په منظم ډول غوښه، وریجې او ترکاري وپېرو."
د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت اوسېدونکی احمد ضیاء وايي: "اوس بېکاره یم او نهشو کولای ډېری خوراکي توکي ځان ته برابر کړو. اوس به ډېر نېکمرغه یو که وکولای شو په میاشت کې یو ځل غوښه واخلو."
دا ښځه او مېړه د افغانستان جنوب کندهار ولایت کې ژوند کوي. هغوی په سهارنۍ کې د وچې ډوډۍ ټوټې له اوبو سره خوري. دا سړی اوزګار دی او د ژوندي پاتې کېدو لپاره خیرات ټولوي.
حسیبالله وايي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې یې کورنۍ په منظم ډول غوښه، تازه ترکارۍ او مېوې پېرلې. دلته، حسیبالله ازادي راډیو ته داسې انځور راستولی چې ښيي یو کال مخکې یې دسترخوان څه ډول و.
خان محمد چې په ترینکوټ ښار کې ژوند کوي د ۹ اولادونو پلار دی. دی په خپل کور کې له خپلو اولادونو سره د غرمې ډوډۍ خوري. خان محمد وايي چې بېګا یې د خوراک لپاره څه نهدرلودل.
د خوړو نړیوال سازمان په مارچ میاشت کې وویل چې ۱۰۰ سلنه هغه کورنۍ چې د ګټې وټې کسانیې ښځې وې، کافي خواړه نهلري.
دغه کورنۍ د ۹ ملیونه کسانو تر ټوله زیات زیانمنونکي کسان بلل کېږي او د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دغه کسان "قحطۍ ته ورته" وضعیت کې دي.