پر شمالي وزیرستان د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي

په داسې حال کې، چې د بې پيلوټه الوتکو دبریدونو پر سر د امریکا د متحدو ایالاتو او پاکستان ترمنځ راپورته شوی جنجال لا پر خپل ځای پاتې دی دغو الوتکو يوارې بیا پر شمالي وزیرستان برید کړی.

د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې په دې برید کې،چې نن سهار دسپين وام په اړوندو کې شوی پينځه ویشت تنه وژل شوي او نامالوم شمير نور ټپيان دي.

د شمالی وزیرستان په مرکز میرانشاه کې یوه دولتي مسوول،چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي،ويلي چې بې پيلوټه الوتکو د سپين وام په یش خوله سیمه کې پر یوه کور څلور توغندي وتوغول چې په ترڅ کې یې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوه.

دغه چارواکي تر دې مهاله د پينځه ویشتو تنو وژل کیدل تائید کړي خو زیاته کړې یې ده چې ښايي اصلي شمیره نوره هم زیاته شي.

نوموړي په نخښه شوی کور د مخالفو وسله والو جنګيالیو یو مرکز بللی خو د وژل شويو د هويت په اړه یې بې خبري ښودلې.

خو په سیمه کې یوې بلې سرچینې دخپل نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې، په نخښه شوی کور د حافظ ګلبهادر په مشرۍ د وسله والو طالبانو یو سیمه ييز مرکز و.

بل خوا ځايي خبريال او دقبائلي ژورنالیستانو د ټولنې مشر صفدر حیات داوړ بیا د ځايي خلکو له قوله وايي چې په نخښه شویو کې ډیری یې ولسي خلک دي :

دا برید په داسې حال کې شوی چې په روانه میاشت کې واشنګټن ته د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ISI د مشر جنرال شجاع پاشا تر سفر وروسته د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان امیر البحر مایک مولن د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړيکو کې د رامنځته شوي کړکيچ د هواري په هدف اسلام اباد ته تللی و.

د پاکستان او متحدو ایالاتو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترينګلې شوې،چې بې پیلوټه الوتکو څه باندې یوه میاشت وړاندې په شمالي وزیرستان کې یوه قومي جرګه په نخښه کړه.

پاکستاني مقاماتو په دې برید کې په نخښه شوي کسان ولسي خلک بللي ول خو لويدځو رسنیو بیا د پينځه څلويښتو وژل شویو له ډلې دوه ویشت یې وسله وال طالبان ښودلي وو.

د امریکا متحد ایالات دا سیمه د حقاني ډلې په ګډون د وسله والو طالبانو ستر مرګز ګڼی او په کراتو یې له پاکستانه د هغوی پرضد د کاري پوځي عملیاتو غوښتنه کړې.

راپور: مجيب الرحمان انګار - پيښور