وسله والو طالبانو د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ نیولې

له نورستان څخه په رارسیدلو راپورنو کې ویل کیږي، چې وسله والو طالبانو د وانټ وایګل ولسوالۍ نیولې ده.

د نورستان د امنیې قومندان شمس الرحمن زاهد که څه هم په مستقیم ډول دا مساله تایید نه کړه، خو ازادي راډیو ته یې وویل، چې له تیرې شپې راهیسې یې له دې ولسوالۍ سره اړیکې پرې شوي.

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې دا ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده.