په بلوچستان کې نامعلومو وسله والو  د سکرو کانونو ۱۱ کارګر وژلي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوهلو ولسوالۍ کې وسله والو د سکرو د کانونو یوولس کارګر له تښتولو وروسته په ډزو وژلي دي.

د کوهلو مرستیال کمېشنر عبدالحمید زهري ازادۍ راډیو ته وویل، پېښه نن سهار په یوې غرنۍ او لرې پرته سیمه کې شوې ده.

د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې اووه افغانان هم شامل دي. د پاتې کسانو د هویت او استوګنې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، وسله والو د کارګرانو د لېږدولو د دوو پېک اپ موټرو چلوونکي ژوندي پرېښي دي. د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.