په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې له کار څخه د ښځو او له زدهکړو څخه د نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي.
اوچا د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکسپاڼه د یونیسف د ارزونو پر اساس لیکلي چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په افغانستان کې له ۲۵ زره ډېرې ښځینه ښوونکې او د روغتیايي برخې ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړل شي.
اوچا ټینګار کړی چې د ښځو د کار کولو او د نجونو د زدهکړې د حقونو ساتنه انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده او باید ملاتړ یې وشي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو راوروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو، لوړو او نیمهلوړو زدهکړو محرومې شوې دي او ښځې هم په ګڼو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې له کار کولو منع شوې یا له سختو محدودیتونو سره مخ دي.