په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د کونړ ولایت په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښې له امله ژوره خواشینې ده.
د اروپايي ټولنې استازولۍ د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ښوونځي باید تل د زدهکړې لپاره خوندي ځایونه وي او ماشومان باید په هر ډول شرایطو کې وساتل شي.
د شنبې په سهار، د نومبر په ۲۸مه، د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد په اندرسېر سیمه کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه وشوه. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه لس زدهکوونکي وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودنه د کانونو د شرکتونو اړوند د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.