یوناما، زلمي خلیلزاد او راشد خان په کونړ کې د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله خواشیني څرګنده کړې

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان په کونړ ولایت کې د چاودنې له امله د ماشومانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

یوناما پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دوی په کونړ کې د ګڼ شمېر ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د خبر په اورېدو سخت خوابدي شوي او د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوي څرګندوي.

له بلې خوا زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د کونړ په یوه منځني ښوونځي کې د چاودنې له امله د ماشومانو وژل کېدو او ټپي کېدو خواشینی کړی دی. هغه د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده.

راشد خان هم په کونړ ولایت کې د چاودنې له امله د ماشومانو او نورو کسانو د مرګ‌ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

یونیسف هم د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه پر خپله ایکسپاڼه په دې چاودنه کې د ګڼو ماشومانو پر وژل کېدو او د یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې ښوونیز مرکزونه باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي هم په دې چاودنه کې د زده ‌کوونکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ماشومانو مړینه یې «ټکان ورکوونکې» بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د چاودنې د علت په اړه یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

چاودنه د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه، د کونړ مرکز اسعداباد ته نژدې د شګۍ د منځني ښوونځي ترڅنګ په یوه کور کې د چاودېدونکو توکو له امله وشوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه لس زده‌کوونکي وژل شوي او تر ۱۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

خو ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې ډېر دی.