په کراچۍ کې د ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو شمېر ۱۵ ته ورسېد

ارشیف

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې نیمګړې ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.

ځايي چارواکو نن (یکشنبه) د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د ژغورنې ډلو د پېښې له ځایه ۱۵ کسان ژوندي ژغورلي او د ۱۵ نورو مړي یې راایستلي دي.

پېښه د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ په بلوچ کالونۍ سیمه کې شوې ده. د ژغورنې مسوولان وايي، یو شمېر کسان لا هم ورک دي او د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.

په پاکستان کې د ودانیو نړېدل ډېری وخت د ودانیزو چارو د خوندیتوب د معیارونو د نه مراعتولو او د ټیټ کیفیت موادو د کارولو له امله رامنځته کېږي.