ایران په هرمزتنګی کې د تېلو پر یوې بلې بېړۍ د برید خبر ورکړ

د ایران د پوځ سمندري ځواک وايي، د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې د سمندري ماین د چاودنې له امله یوې تېل وړونکې بېړۍ اور اخیستی او له حرکته لوېدلې ده.

د ایران پوځ د شنبې په شپه، د نومبر په ۲۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې «سرغړوونکې» تېل وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي د ختیځې برخې ممنوعه سیمې ته ننوتې وې. د پوځ په وینا، دوو نورو بېړیو له پېښې وروسته خپله لار بدله کړې ده.

په همدې حال کې، د ایران پوځ ویلي چې د یکشنبې په سهار د سیریک ولسوالۍ په ساحل کې د امریکايي یوه بې‌پیلوټه الوتکه د کب نیولو له یوې کښتۍ سره لګېدلې ده. د پوځ په وینا، د کښتۍ له درېیو سپرلیو دوه یې موندل شوي او روغتون ته لېږدول شوي، خو د کښتۍ خاوند لا هم بې درکه دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د خپلې بې‌پیلوټه الوتکې د لوېدو یا برید راپور یې نه دی تایید کړی.