سعودي عربستان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو یو کروز توغندی یې، چې د ریاض پر لور یې توغولی و، شنډ کړی دی.
په ورته وخت کې، د حوثیانو رسنیو ویلي چې د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې د یمن په پلازمېنه صنعا کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي. دغو رسنیو تر دې مخکې په تعز ولایت کې پر یوه کور د برید له کبله د ۱۱ کسانو، چې ډېری یې ماشومان وو، د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې حوثیانو د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جنوب کې د جازان د تېلو پر چاڼځای برید وکړ. په هغه برید کې یو نیپالی کارکوونکی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو.
له بلې خوا، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او پوځي قوماندانانو په اسلاماباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د حوثیانو بریدونه وغندل او د سعودي عربستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ لپاره یې د دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په یوه بله پېښه کې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي چې وسلهوالو د یمن د جنوبي ساحل په ۱۲۰ کیلومترۍ کې یوه باروړونکې بېړۍ نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د یمن د کورنۍ جګړې له بیا پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۲۳۰۰ کسان وژل شوي او تر ۳۶۴ زره ډېر نور بېځایه شوي دي. سعودي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د حوثیانو په بریدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.