جرمني د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۲۱۹ افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي

جرمني د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۲۱۹ افغانان افغانستان ته بېرته استولي دي.

په همدې حال کې، برلین خپله د کډوالو د بېرته ستنولو تګلاره پراخوي او اوس هغه کسان هم په پام کې نیسي چې په جرمني کې په جرم نه وي محکوم شوي.

د جرمني رسنیو پرون (جمعه، د نومبر په ۲۷مه) راپور ورکړ چې دا ۲۱۹ کسان د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې د ۳۳۷ افغان وګړو د ایستلو وروستي حکمونه صادر شوي وو، چې له ډلې یې ۱۷۲ کسان د سپټمبر میاشتې تر پایه لا هم په جرمني کې وو.

دا شمېرې د افغان کډوالو په اړه د جرمني د کډوالۍ د تګلارې د پراخېدو ښکارندويي کوي. جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو بهیر بېرته پیل کړی دی.