په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیريمقدم ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د قطر او پاکستان په منځګړیتوب د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده.
نوموړي د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه، له سياېناېن سره په مرکه کې وویل چې دواړه منځګړي هېوادونه وړاندیزونه کوي او تهران یې ارزوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دغو خبرو کې ونډه لري.
امیريمقدم زیاته کړې چې د روان کال په جون کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسلاماباد تفاهملیک لا هم له امریکا سره د خبرو بنسټ دی.
هغه خبرداری ورکړی چې که امریکا یا اسرائیل پراخ بریدونه بیا پیل کړي، ایران به له «نورو د توقع خلاف لارو» څخه کار واخلي.
د ایران سفیر همداراز ویلي چې تهران لا هم د اتومي وسلو د نه خپرېدو له تړون (NPT) څخه د وتلو پرېکړه نه ده کړې، خو په ایران کې له دغه تړون څخه د وتلو لپاره د عامه افکارو فشار زیات شوی دی. د نوموړي په ادعا، دغه تړون ایران ته هېڅ ګټه نه ده رسولې او یوازې یې محدودیتونه او ژمنې پرې زیاتې کړې دي.