د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي، جبري ودونو او د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو په اړه د څېړنو بندول به په سلګونو زره قربانیان له عدالت څخه بېبرخې کړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا پرېکړه د معافیت د فرهنګ پر وړاندې مبارزې ته «ستر ګوزار» بللی او د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د نومبر په ۲۶مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له خپلو همکارانو سره یوځای د جرمونو نړیوالې محکمې د لومړنۍ څېړنې د دویمې خونې د نومبر د ۱۲مې نېټې د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
د دې پرېکړې له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د وضعیت په اړه د محکمې څېړنې بندې شوې دي.
بېنټ ټینګار کړی چې عدالت باید د ټولو لورو له خوا د ترسره شویو جرمونو د ټولو قربانیانو او له جرمونو د ژوندي پاتې شویو لپاره یو شان وي.
نوموړي ویلي، افغان قربانیان د خپلو غږونو د پورته کولو لپاره له ګڼو خطرونو سره مخامخ شوي او د هغوی زړورتیا او هڅې باید په یوازې پرېښودلو ځواب نه شي، بلکې نړیواله ټولنه باید د لسیزو معافیت د پای ته رسولو او عدالت ته د قربانیانو د رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
بېنټ دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هم پیل شوی دی.
هغه د دې کمپاین په مناسبت ویلي چې د عدالت ټینګښت، د تاوتریخوالي د قربانیانو ساتنه او له مجازاتو څخه د تېښتې د فرهنګ پای ته رسول باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي.
د هغه په وینا، دا موضوع د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر بل هر وخت ډېره مهمه او بېړنۍ ده او باید د هغوی د حقونو او له هر ډول جنسیتي تاوتریخوالي څخه د خوندي ژوند د حق ملاتړ وشي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې د طالبانو د نویو مقرراتو پر اغېزو هم اندېښنه څرګنده کړې وه.
ریچارډ بینیټ د سږ کال په سپټمبر کې ملګروملتو ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې د افغانستان په تېره بیا د افغان ښځو د بشري حقونو وضعیت ناوړه وباله، ویې ویل:
«د طالبانو سخت بندیزونه او پالیسۍ، نه یوازې د افغانانو د بشري حقونو سرغړونه کوي بلکې د افغاني ټولنې ټولنیز جوړښت بدلوي، له زده کړو رانیولې، تر هنر او موسیقۍ پورې هره برخه ځپي،»
بینیټ همداراز ویلي و چې د دغو مقرراتو له مخې د یوې نجلۍ چوپتیا د هغې د رضایت په توګه تعبیرېدای شي او له جبري ودونو څخه د ښځو او نجونو د خلاصون لارې نژدې تړل شوې دي.
بېنټ په خپله وینا کې ویلي و چې له څلور کلن ماموریت وروسته هم د هغو راپورونو له اورېدو اغېزمنېږي چې افغانان یې د طالبانو د چارواکو له خوا د فزیکي او رواني ځورونې په اړه ورسره شریکوي؛ داسې ځورونې چې کله ناکله د کورنیو د غړو ناوړه چلند یې لا پسې زیاتوي.
نوموړي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو محدودیتونه نه یوازې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان ټولنیز جوړښت هم بدلوي او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ځپنې نظام به پر راتلونکو نسلونو ژورې اغېزې ولري.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بېرته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع کړې دي. پر کار او تګ راتګ یې هم پراخ محدودیتونه لګولي دي.
بېنټ د خپلې وینا په یوه برخه کې د یوې افغانې نجلۍ خبرو ته هم اشاره کړې چې خپل ژوند یې په درېیو ټکو کې بیان کړی و: وېره، اوښکې او ناهیلېتوب.
خو هغه په ورته وخت کې ویلي و چې افغان ځوانان یوازې د وضعیت قربانیان نه دي، بلکې افغانې نجونې لا هم په پټه زدهکړې کوي او یو بل ته درسونه ورکوي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین د نومبر له ۲۵مې د دسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې، دوام کوي. د دغه کمپاین موخه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د مخنیوي لپاره یې د نړیوالو هڅو پیاوړتیا ده.