م.م: د مرستو کمېدا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتوي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو کمېدل او د حمایوي خدمتونو د مرکزونو تړل کېدل په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتوي. دې سازمان له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو مالي ملاتړ ډېر کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین د پیل په مناسبت دا خبرداری ورکړی دی.

د هغې اعلامیې پر اساس، چې یوناما خپره کړې، فرګوسن ویلي: «اقتصادي ستونزې، د چاپېریال ناڅاپي بدلونونه او پرله‌پسې بشري ناورینونه، د ښځو پر حقونو او ازادیو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره یوځای شوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر یې لوړ کړی دی.»

هغې ویلي، د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله هغه مهم خدمتونه له منځه ځي چې ښځې او نجونې ورته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.

د فرګوسن په وینا، د ښځو په مشرۍ بنسټونه خوندي ځایونه، رواني مشورې، مسلکي روزنه او نور ضروري خدمتونه وړاندې کوي او د ښځو له خوا او د ښځو لپاره د دغو خدمتونو د وړاندې کولو بدیل نشته.

هغې ټینګار کړی چې په داسې وخت کې د هغو بنسټونو له لاسه ورکولو ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې ښځې او نجونې پرې تکیه کوي.

د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله هغه مهم خدمتونه له منځه ځي چې ښځې او نجونې ورته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د بودجې د کمښت له امله د روان کال په ترڅ کې د جنسیتي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د خدمتونو له ۱۹۳ ډېر مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان په کچه د ښځو په مشرۍ د ۷۴ بنسټونو یوه سروې کړې، چې له مخې یې نژدې درې پر څلور برخې دغو بنسټونو په ۲۰۲۵ کال کې خپلې مالي مرستې له لاسه ورکړي یا کمې شوې دي. تر نیمايي ډېر بنسټونه اړ شوي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د ملاتړ پروګرامونه محدود کړي.

سروې ښيي چې د بشري مرستو د کمېدو له امله د دغو بنسټونو نیمایي تمه لري چې د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې خپل فعالیتونه ودروي یا په بشپړ ډول وتړل شي. د دغو مرکزونو تړل کېدل ښايي شاوخوا ۴۲۷ زره ښځې له ضروري حمایوي خدمتونو بې‌برخې کړي.

دا مالي کړکېچ په داسې حال کې رامنځته شوی چې پر ښځو د کار، زده‌کړو او تګ راتګ محدودیتونو هم د ملاتړ او خوندیتوب خدمتونو ته د هغوی لاسرسی ستونزمن کړی دی.

یوناما د روان کال د مارچ په اتمه په یوه جلا راپور کې ویلي و چې افغان ښځې د نارینه‌وو پرتله کابو څلور برابره لږ چانس لري چې د عدالت رسمي میکانیزمونو ته لاسرسی ومومي. د سروې یوازې ۱۴ سلنه ښځینه ګډونوالو ویلي وو چې د شخړو د هواري د رسمي خدمتونو اسانتیا لري، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو په منځ کې دا کچه ۵۳ سلنه وه.

دا موندنې د څه باندې ۸۰۰ ښځو او ۱۶۰ نارینه‌وو له نظرونو او معلوماتو راټولې شوې وې او په ډاګه کوي چې ښځې د قانوني خوندیتوب په ترلاسه کولو، د ناوړه چلند په راپورولو او د خپلو حقونو د سرغړونو په وړاندې د غږ پورته کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

سوزان فرګوسن له دولتونو او نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ بنسټونو کې پانګونه زیاته کړي او د افغان ښځو او نجونو د دې حق ملاتړ وکړي چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.

د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین لړۍ د نومبر په ۲۵مه پیل شوې او د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې، به دوام وکړي.

په افغانستان کې د سږني کمپاین شعار «یو موټی او پر خپل دریځ ټینګ: د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ درېدل» دی. په دې کمپاین کې ملګري ملتونه، نړیوال مرستندویان، مدني ټولنې او نور شریکان برخه لري، څو د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې اړتیا په ډاګه کړي.