د باجوړ اوسېدونکي: له قیمتي کانونو موږ ته یوه روپۍ ګټه هم نه ده رسېدلې

د خیبر پښتونخوا ایالت د مومند ولسوالۍ د زیارت سیمه کې د مرمرو یو کان

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سیمه یې له سرو زرو او نورو قیمتي کانونو ډکه ده. د دوی په خبره، د کانونو ګټه دوی ته نه رسېږي او سیمه یې لا هم له ښوونځیو، روغتونونو او سړکونو بې‌برخې ده. د کانونو وزارت وايي، په خپله برخه کې د پام وړ کارونه کوي.

د باجوړ ولسوالۍ د امبار تحصیل اوسېدونکی او ټولنیز فعال مقصود اتمانخېل وايي، په سیمه کې یې د سرو زرو په ګډون د بېلابېلو کانونو زېرمې شته، خو له استخراج یې ترلاسه کېدونکې ګټه د سیمې پر پرمختګ نه لګول کېږي.

د هغه په وینا، د امبار شاوخوا ۹۰ زره اوسېدونکي لا هم د ښوونې او روزنې، روغتیا او ترانسپورټ له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

اتمانخېل ازادي راډیو ته وویل: «زما د تحصیل نفوس شاوخوا ۹۰ زره دی او دلته ډېر معدنیات شته. د پاکستان اساسي قانون ماته دا حق راکړی چې له دې سیمې څخه د ایستل کېدونکو معدنیاتو د عوایدو یوه برخه باید د همدې سیمې پر پرمختګ ولګول شي، خو په عملي توګه موږ داسې څه نه وینو.»

هغه زیاتوي: «که د ښوونې او روزنې خبره وکړم، په ټول تحصیل کې یوازې درې لومړني، درې منځني او دوه لېسې شته. زه همدا اوس په یوه منځني ښوونځي کې ولاړ یم. سرښوونکی یې راته وايي چې د ښوونکو له کمښت سره مخ دي. یوازې درې ښوونکي څنګه کولای شي یو منځنی ښوونځی وچلوي؟»

د سیمې له معدنیاتو څخه کروړونه روپۍ عواید ترلاسه کېږي، خو زموږ سړک له تېرو اوو کلونو راهیسې نه دی جوړ شوی
مقصود اتمانخېل، د امبار اوسېدونکی او ټولنیز فعال

اتمانخېل وايي، په سیمه کې سمې لارې او روغتیايي خدمات هم نشته: «په ټول تحصیل کې یو روغتیايي مرکز هم نشته او د درملنې لپاره باید باجوړ ته ولاړ شو. د سیمې له معدنیاتو څخه کروړونه روپۍ عواید ترلاسه کېږي، خو زموږ سړک له تېرو اوو کلونو راهیسې نه دی جوړ شوی.»

هغه وايي: «که زما په کلي کې د کومې ښځې د زېږون وخت راشي، د لارې د خرابوالي له امله یې ماشوم د سفر پر مهال زېږي. موږ روغتونونه، کالجونه او نورې اسانتیاوې غواړو. د همدې ستونزو له امله تر ۸۰ سلنې ډېر ماشومان ښوونځي پرېږدي.»

میلیاردونه روپۍ عواید

د امبار د اوسېدونکو شکایتونه په داسې حال کې دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت هر کال له کانونو میلیاردونه روپۍ عواید ترلاسه کوي.

د شته شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال کې له کانونو د حکومت عواید په بېلابېلو اسنادو کې له اوو تر لسو میلیاردو روپیو پورې ښودل شوي دي. په همدې موده کې د کانونو د وزارت ټول لګښتونه شاوخوا دوه میلیارده او ۳۹۰ میلیونه روپۍ وو.

د ۲۰۲۶ز کال په جولای کې د ایالتي اسمبلۍ یوې کمېټې ته ویل شوي وو، چې په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا څلور زره معدني زېرمې شته، چې دوه زره یې فعالې او ۷۶۵ یې لغوه شوې دي.

هلته د معدنیاتو اړوندو ادارو نه ښوونځي جوړ کړي او نه روغتونونه
لحاظ علي، خبریال او څېړونکی

په ایالت کې د سرو زرو، مسو، مرمرو، ډبرو سکرو، قیمتي کاڼو او نورو معدنیاتو زېرمې شته.

خبریال او څېړونکی لحاظ علي وايي، په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۲۹ ډوله معدنیات استخراجېږي، خو د دغو سرچینو اقتصادي ګټې خلکو ته په څرګند ډول نه رسېږي او د هغوی په ژوند کې کوم څرګند بدلون نه لیدل کېږي.

هغه وايي: «د دې ښه بېلګې مومند، باجوړ او بونیر ولسوالۍ دي. هلته د معدنیاتو اړوندو ادارو نه ښوونځي جوړ کړي او نه روغتونونه.»

د علي په خبره، د کار ادارې د کارګرانو لپاره ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو د کانونو له عوایدو سره په تناسب د خلکو لپاره د پام وړ پرمختیايي کارونه نه دي شوي. هغه زیاتوي: «بلکې په دغو سیمو کې د خلکو ژوند د اسانتیاوو د ډېرېدو پر ځای له نورو ستونزو سره هم مخ شوی دی.»

د کانونو وزارت غبرګون

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د خیبر پښتونخوا د کانونو له وزارته د تېر مالي کال د عوایدو، لګښتونو او په معدني سیمو کې د پرمختیايي کارونو په اړه معلومات واخلي، خو وزارت په دې اړه کره او بشپړ معلومات ورنه کړل.

د دې وزارت یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په خپله برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کوي.

د خیبر پښتونخوا معدني زېرمې د دې ایالت د عوایدو یوه مهمه سرچینه ده، خو د امبار په څېر سیمو اوسېدونکي پوښتنه کوي چې له دغو زېرمو ترلاسه کېدونکې ګټه تر کومه بریده دوی ته رسېږي.