بلوچستان: د بي ایل اې پر نوي او پخواني مشر ۲۵۰ میلیونه روپۍ انعام اعلان شو

انځور له ارشیف څخه

د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت د بلوچ لبریشن آرمي (BLA) پر نوي مشر رحمان ګل او پخواني مشر بشیر زیب ۲۵۰ میلیونه روپۍ انعام اعلان کړی دی. دې وسله‌والې ډلې د نومبر په میاشت کې نوی مشر وټاکه. شنونکي وايي، دا بدلون کېدای شي په ایالت کې بریدونه او عملیات زیات کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې سږ کال په بلوچستان کې پر پوځي کاروانونو، د پولیسو پر مرکزونو او عامه ادارو د وسله‌والو بریدونه زیات شوي دي. ایالتي حکومت همدارنګه ویلي، چې د نورو ډېرو غوښتل شویو کسانو پر سر یې هم له پنځو لکو نیولې تر لسګونو میلیونو روپیو پورې انعامونه ټاکلي دي.

د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د معلوماتو ورکوونکو هویت به په بشپړه توګه پټ ساتل کېږي او انعامونه به د حکومت د ټاکلو تګلارو او اصولو له مخې ورکول کېږي.

د بي ایل اې نوی مشر

رحمان ګل، چې په «مرید» او «مرید بلوچ» هم مشهور دی، د نومبر په میاشت کې د بشیر زیب بلوچ پر ځای د دې ډلې نوی مشر اعلان شو.

د بي ایل اې ویاند جیئند بلوچ د نومبر پر درېیمه په ټولنیزو رسنیو کې د بشیر زیب بلوچ د لرې کېدو خبر ورکړی و. د نومبر پر ۱۴مه یې وویل، چې د ډلې د رهبرۍ شورا رحمان ګل نوی مشر ټاکلی دی.

د ویاند په وینا، رحمان ګل د ډلې دننه د مهمو پوځي او اداري دندو د مشرۍ پراخه تجربه لري. هغه هم د بشیر زیب په څېر د بلوچستان له نوشکي ولسوالۍ سره تړاو لري. نوشکي د ډیورنډ کرښې پر غاړه پرته ده او د بلوچستان له مرکز کوټې شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره لرې ده.

د یو شمېر څېړنیزو او خبري راپورونو او د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د معلوماتو له مخې، رحمان ګل له ۲۰۰۲ز څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې د پاکستان په پوځ کې د کپتان په رتبه دنده ترسره کړې ده.

د دغو راپورونو له مخې، هغه په وزیرستان او کشمیر کې هم پوځي دندې ترسره کړې وې، خو په ۲۰۱۰ز کال کې یې له پوځه استعفا ورکړه او له بي ایل اې سره یوځای شو. بشیر زیب د ۲۰۱۸ز کال په دسمبر کې هغه مهال د دې ډلې مشر شو، چې د ډلې د «مجید برېګېډ» په نوم څانګې بنسټ‌ایښودونکی اسلم اچو په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. بي ایل اې ویلي، چې اوسنی بدلون د هغو اصولو پر بنسټ شوی، چې اسلم بلوچ په ۲۰۱۸ز کال کې د ډلې د بیا رغونې پر مهال معرفي کړي وو.

د شنونکو اندېښنې

د هانګ کانګ په چو های کالج (Chu Hai College) کې څېړونکی فخر کاکاخېل ازادي راډیو ته وویل، بشیر زیب د دې ډلې مشري ډېره موده کړې او داسې ښکاري، چې ډلې غوښتل مشري نورو ته ولېږدوي. د هغه په خبره، دا بدلون کېدای شي د یو شمېر مخالفتونو لامل هم شي.

کاکاخېل زیاتوي: «دا ګڼم چې اوس د مقابلې فضا جوړه شوې چې اوس به رحمان ګل تر بشیر زیب زیات عملیات وکړي او زیات تاوان ورسوي، ولې چې دی به تر بشیر زیب ځان مخته وړي... او دا به د زیات زیان رسولو واقعات زیات شي.»

په تېر یوه کال کې د بېلابېلو بلوڅ وسله‌والو پر ضد په عملیاتو کې د هغوی تر ۱۵ سوه زیات غړي وژل شوي دي
غني کاکړ، خبریال او شنونکی

په کوټه کې مېشت خبریال او شنونکی غني کاکړ وايي، اټکل کېږي چې د ډلې دننه اختلافونه زیات شي، ځکه رحمان ګل د پاکستان په پوځ کې د یوه افسر په توګه دنده کړې او د کورنۍ یو شمېر غړي یې اوس هم په پوځ کې دي.

د کاکړ په خبره، له یوې خوا دا وېره شته چې دا ډله به خپل فعالیتونه زیات کړي، خو له بلې خوا د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو هم په ایالت کې د داسې وسله‌والو ډلو پر ضد عملیات پراخ کړي او هغوی ته یې لوی زیان اړولی دی.

هغه وویل: «په تېر یوه کال کې د بېلابېلو بلوڅ وسله‌والو پر ضد په عملیاتو کې د هغوی تر ۱۵ سوه زیات غړي وژل شوي دي.»

د بي ایل اې پس‌منظر

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د پراخو عملیاتو او د وسله‌والو د وژلو ادعاوې کړې دي، خو بلوڅ وسله‌والې ډلې هم ورته ادعاوې کوي. ازادي راډیو دا ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

پاکستان او امریکا بي ایل اې ترهګره ډله بللې ده. دا ډله ځان د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکې ډله بولي او پر مرکزي حکومت تور لګوي، چې د ایالت طبیعي زېرمې لکه تېل او کانونه په زوره وړي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی، خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی.

بي ایل اې او یو شمېر نورې وسله‌والې ډلې له اوږدې مودې راهیسې په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو، حکومتي ودانیو، لویو لارو او د طبیعي زېرمو پر کورنیو او بهرنیو پروژو بریدونه کوي.