خیبر پښتونخوا: ښځې د شخړو د هواري شوراګانو له لارې عدالت ته لاره مومي

په خیبر پښتونخوا کې یوه جرګه. انځور له ارشیف څخه

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر ښځې د کورنیو شخړو د هواري لپاره د شخړو د هواري شوراګانو یا ډي آر سي ته مخه کوي. دا شوراګانې د پولیسو تر څارنې لاندې د ټولنې له باوري کسانو جوړې دي. د مردان د یوې شورا غړې وايي، دوی تر اوسه زرګونه قضیې هوارې کړې دي.

د مردان اوسېدونکې رفاقت بي بي له یوې بلې ښځې سره، چې له خپل مېړه سره کورنۍ ستونزه لري، د شخړو د هواري شورا یا ډي آر سي (DRC) ته راغلې ده، څو هغه خپل حقونه ترلاسه کړي.

رفاقت بي بي وايي، پخوا پخپله هم له یوې کورنۍ شخړې سره مخامخ وه، خو د ډي آر سي له لارې یې ستونزه هواره شوه. له همدې امله اوس نورو ښځو ته هم د دې ادارې په اړه معلومات ورکوي او د مرستې لپاره ورسره ملګرې کېږي.

هغه وايي: «زموږ یوه ګاونډۍ وه چې په هري پور کې واده شوې وه. یوه ورځ زموږ کور ته راغله، ټول بدن یې ټپي و. هغې وویل چې مېړه یې نه د کور لګښت ورکوي او نه ورسره د مېرمنې په توګه چلند کوي... کله چې محکمې ته ولاړو، وکیل ورته وویل چې د دې قضیې لګښت به شاوخوا ۵۰ تر ۵۵ زره روپۍ وي. ما بیا ورته مشوره ورکړه چې ډي آر سي ته لاړه شي. وروسته یې هلته ستونزه هواره شوه.»

ډي آر سي څه دي؟

د شخړو د هواري شوراګانې یا ډي آر سي هغه ادارې دي چې د خلکو ترمنځ د کورنیو، ځمکنیو، مالي او نورو کوچنیو شخړو د هواري لپاره کار کوي.

په دغو شوراګانو کې د ټولنې د بېلابېلو برخو باوري او بې‌پرې کسان غړیتوب لري. دوی د شخړې د دواړو خواوو خبرې اوري، شواهد او اسناد ارزوي او هڅه کوي چې د دواړو خواوو په رضایت ستونزه هواره کړي.

وکیل ورته وویل چې د دې قضیې لګښت به شاوخوا ۵۰ تر ۵۵ زره روپۍ وي
رفاقت بي بي، د مردان اوسېدونکې

په خیبر پښتونخوا کې دغه شوراګانې د ایالتي حکومت د قانوني چوکاټ له مخې د پولیسو تر ملاتړ او څارنې لاندې فعالیت کوي او سیمه‌ییز پولیس او لوړپوړي چارواکي ورسره همکاري کوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ۲۰۱۷ز کال د قانون د ۷۳مې مادې له مخې دغو شوراګانو ته قانوني حیثیت ورکړل شوی دی. د دې قانون له مخې، د ولسوالۍ، فرعي څانګې او د پولیسو د تاڼې په کچه د شخړو د هواري شوراګانې جوړېدای شي.

د مردان د شخړو د هواري شورا غړې نصرت آرا وايي، دوی ته ډېری وخت د مېړه او مېرمنې، خواښې او نږور ترمنځ او همدارنګه د میراث د حق په اړه شخړې راوړل کېږي.

د هغې په وینا، شورا د شواهدو او حقایقو پر بنسټ د شخړو د هواري هڅه کوي، خو د طلاق او خلع قضیې د قانوني بهیر او اړینو اسنادو له امله محکمې ته لېږي. البته د مهر او د نکاح په تړون کې د درج شویو مالي حقونو په اړه شخړې هوارولای شي.

نصرت آرا وايي: «په ډي آر سي کې پرېکړې د وړتیا او شواهدو پر بنسټ کېږي. دلته د چا شخصي خوښه او ناخوښه په پام کې نه نیول کېږي... دلته هر ډول خلک راځي؛ ښځې، سپین‌ږیري، نارینه او ځوانان. ډېری قضیې د کورنیو شخړو په اړه وي.»

د مردان د پولیسو د مشر مسعود خان په وینا، په دې ولسوالۍ کې د شخړو د هواري شپږ شوراګانې فعالې دي چې ۱۱۳ نارینه او ۸ ښځینه غړي لري او د مذهبي لږکیو استازي هم پکې غړیتوب لري.

د پولیسو په وینا، د دغو شوراګانو د جوړولو موخه دا وه چې د دودیزې جرګې نظام د قانون په چوکاټ کې تنظیم او د کوچنیو شخړو د هواري لپاره یوه منظمه لاره برابره شي.

دلته د چا شخصي خوښه او ناخوښه په پام کې نه نیول کېږي
نصرت آرا، د مردان د شخړو د هواري شورا غړې

په محکمو کې پاتې قضیې

د پاکستان د قانون او عدالت کمېسیون د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ز کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې د دې هېواد په لوړو او ټیټو محکمو کې ټولټال ۲ میلیونه، ۲۰۵ زره او ۷۰۷ قضیې پاتې وې. له دې ډلې شاوخوا ۱.۹ میلیونه قضیې په ټیټو او تر ۳۰۰ زرو زیاتې په لوړو محکمو کې وې.

له بلې خوا، د نصرت آرا په وینا، په مردان کې د ډي آر سي د چارو له ډیجیټلي کېدو وروسته تر اوسه ۸۷۱۰ قضیې هوارې شوې او شاوخوا ۲۲۳ نورې محکمو یا نورو اړوندو قانوني ادارو ته لېږل شوې دي.