د نومبر په ۲۱مه یوې طبي ډلې په اډیاله زندان کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي جلا جلا معاینات وکړل او د دواړو د وینې فشار او سترګې یې وکتلې، خو د معایناتو پایلې تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپرې شوې.
دا معاینات د عمران خان له هغې غوښتنې څو ورځې وروسته ترسره شول چې نوموړي د خپل وکیل سلمان صفدر له لارې د سترې محکمې، فدرالي اساسي قانون محکمې او د اسلام اباد عالي محکمې قاضیانو ته په یوه پرانیستي لیک کې کړې وه.
عمران خان په خپل لیک کې ویلي چې د وینې فشار یې خطرناکې کچې ته رسېدلی دی او غوښتنه یې کړې چې د سترې محکمې د اګست د ۱۸مې د حکم له مخې دې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.
نوموړی د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د سترګو د درملنې لپاره پمز (PIMS) روغتون ته وړل شوی و او له معایناتو وروسته بېرته زندان ته ستون شو.
ما ته انصاف راکول زما حق او د محکمو قانوني ذمهواري دهد عمران خان له لیکه، د ګوهر علي خان په وینا
د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان وايي، عمران خان له چا خیرات نه غواړي، بلکې د خپلې درملنې قانوني حق یې غوښتی دی: «خان چې عدالتونو ته کوم خط لیکلی، په هغه کې لیکل شوي چې ما ته انصاف راکول زما حق او د محکمو قانوني ذمهواري ده.»
د بشرا بي بي عریضه
له بلې خوا، د عمران خان مېرمنې بشرا بي بي هم د خپل لید د خرابېدو له امله د اسلام اباد عالي محکمې ته عریضه کړې او له اډیاله زندانه ځانګړي روغتون ته د لېږد، د طبي ریکارډونو د وړاندې کولو او د متخصصو ډاکټرانو له خوا د درملنې غوښتنه یې کړې ده.
تر دې وړاندې د بشرا بي بي د ښۍ سترګې د ستونزې او په اپرېل کې د هغې د عملیات کېدو راپورونه هم خپاره شوي وو.
د حکومت غبرګون
د پاکستان فدرالي حکومت د عمران خان او بشرا بي بي د روغتیا او په زندان کې د ناوړه شرایطو په اړه د تحریک انصاف تورونه ردوي.
د پارلماني چارو فدرالي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وايي، عمران خان ته په زندان کې طبي اسانتیاوې برابرې دي، هغه او بشرا بي بي څو ځله د معایناتو لپاره روغتون ته وړل شوي او ډاکټرانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی: «د خان د ناروغۍ تبلیغات او لیکونه د فساد په قضیو کې پر قانوني کړنو د اغېز کولو هڅه ده. د خوشې کېدو او نیولو ټولې پرېکړې د محکمو او قانون په چوکاټ کې کېږي.»
د خوشې کېدو او نیولو ټولې پرېکړې د محکمو او قانون په چوکاټ کې کېږيطارق فضل چوهدري، د پاکستان د پارلماني چارو وزیر
عمران خان د ۱۹۰ میلیونه پونډو د فساد په قضیه کې د بند سزا تېروي او د ۲۰۲۳ز کال د مې د ۹مې له پېښو سره تړلو ګڼو دوسیو کې هم له محاکمو سره مخامخ دی. د ۲۰۲۵ز کال په دسمبر کې هغه او مېرمنې ته یې د توشه خانې په قضیه کې هر یوه ته ۱۷ کاله بند سزا هم اورول شوې ده.
نړیوالې اندېښنې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک له امریکايي تلویزیون سيانان (CNN) سره په یوه تازه مرکه کې د عمران خان د خوشې کېدو، مناسبې درملنې او د سیاسي کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي چې د تحریک انصاف د بنسټګر خوشې کول د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د باور جوړونې یو ګام کېدای شي، چې سیاسي تاوتریخوالی به کم او خبرو اترو ته به لاره هواره کړي.
ورته مهال، د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د عمران خان له کورنۍ او وکیلانو سره د هغه د اړیکو پر محدودیت، انفرادي بند او روغتیايي پاملرنې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان ویلي، عمران خان د ۲۰۲۵ز کال له دسمبر راهیسې له خپلې کورنۍ سره له منظمو لیدنو بېبرخې دی، پرته له تېر اګست چې دوه ځله یې له خور سره لیدلي، او د روان کال له مارچ راهیسې ورته له خپلو زامنو سره د ټیلیفوني اړیکې اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
امنسټي انټرنېشنل په لاهور کې له کوټ لکپت زندانه د عمران خان د خور علیمه خان د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده، په داسې حال کې چې د هغه دوه نورې خویندې، نورین نیازي او عظمی خان، له زندانه خوشې شوې دي.