د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر لارې نقشې خبرې کړې دي

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې نن په یوه مقدماتي غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د لارې نقشې پر جوړولو خبرې کړې دي.

دغه سازمان وايي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت ارزولی او د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ، ثبات او پرمختګ لپاره یې له طالبانو سره د تعامل د یوه پړاویز چوکاټ پر جوړولو نظرونه تبادله کړي دي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راوروسته، تر اوسه هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د افغانستان یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له دغه حکومت سره ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې لري.