ډونالډ ټرمپ: د ایران د مشرانو له «درېیمې ډلې» سره د یوې تلپاتې هوکړې په لټه کې یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت د مشرانو د دوو ډلو له لېري کولو وروسته، اوس د هغوی له «درېیمې ډلې» سره خبرې کوي. د هغه په وینا، ښايي دا ډله د پخوانیو مشرانو پرتله منطقي وي، خو لا هم ورسره خبرې اترې ډېرې ستونزمنې دي.

ده په ورته وخت کې ټینګار کړی چې غواړي د ایران له حکومت سره داسې یوه تلپاتې هوکړه وکړي چې په وینا یې، که په راتلونکي کې په امریکا کې یو ناتوانه ولسمشر هم واک ته ورسېږي، بیا هم ونه شي کړای ایران ته د اتومي وسلو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

ټرمپ د شنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه، له فاکس‌نیوز شبکې سره په ټلیفوني مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د ایران اوسنی حکومت پر واک پاتې وي، وویل چې د حکومت بدلون هیڅکله د هغه اصلي اندېښنه نه وه.

هغه زیاته کړه: «ځینې کسان د حکومت د بدلون خبره کوي، خو باید روښانه کړي چې هدف یې څه دی؛ ځکه ما تر اوسه د دوو حکومتونو مشران له منځه وړي دي. لومړۍ ډله مې له منځه یووړه او دوهمه ډله هم همداسې. اوس له درېیمې ډلې سره مخ یو.»

د امریکا او اسراییلو له خوا له ایران سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې، چې د تېر کال د کب په نهمه پیل شوه، د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه مهال مشر علي خامنه‌یي او د دغه هېواد ګڼ شمېر لوړپوړي سیاسي، پوځي او امنیتي چارواکي ووژل شول.