د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله څه باندې ۶۴۹ زره ټنه خاورې او کنډوالې پاتې دي، چې د پاکولو لپاره یې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ لاریو ته اړتیا ده.
دې سازمان د سپوږمکۍ د تصویرونو له مخې، ویلي چې د زلزلې له امله ښايي د ۲۳ زرو او ۳۱ زرو ترمنځ کسان بېځایه شوي وي. شاوخوا ۱.۴ میلیونه کسان د زلزلې له سختو ټکانونو سره مخ شوي او په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره زلزلهځپلې کورنۍ خوندي سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.
دغه سازمان د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د کنډوالو پاکول او د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه باید په خوندي او اغېزمن ډول ترسره شي.