ایران وايي، د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د غیرنفتي توکو صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله د وزن له مخې ۳۲ سلنه زیات شوي دي.
د ایران د تایباد ښار د دوغارون ګمرک عمومي رئیس د شنبې په ورځ وویل، چې ایران په دې موده کې د دوغارون د ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه غیرنفتي توکي صادر کړي دي.
د هغه په وینا، د دغو صادراتو ارزښت ۲۴۷ میلیونه او ۵۹۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله یې ارزښت هم ۱۰ سلنه زیات شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دې اوو میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه توکي رسېدلې، چې ارزښت یې دوه میلیارده او ۳۹۸ میلیون ډالره دی.
نوموړي ویلي، چې په دې موده کې له افغانستان څخه د همدې ګمرک له لارې ایران ته ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي وارد شوي، چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۰ زره ډالره دی.