فایننشل ټایمز ورځپاڼې د کپلر شرکت د لومړنیو شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی چې د نومبر په دوهمه اوونۍ کې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد اندازه د همدې میاشتې د لومړۍ اوونۍ پرتله کابو نیمایي ته راټیټه شوې ده.
د راپور له مخې، دا کمښت په داسې حال کې راغلی چې تر دې مخکې د دې تنګي له لارې د تېلو لېږد د پام وړ بېرته زیات شوی و. د اکتوبر په شپږو ورځو کې د تېلو د لېږد کچه ان د جګړې تر پیلېدو له مخکې وخت څخه هم لوړه شوې وه.
د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د جګړې په لومړۍ میاشت کې له دې اوبلارې د تېلو صادرات نژدې په بشپړ ډول درېدلي وو، خو د راپور له مخې، له سپټمبر میاشتې راهیسې بېرته زیات شول او په اکتوبر کې د ایران له تېلو پرته، په منځنۍ توګه هره ورځ ۱۰.۳ میلیون بېرله تېل له دې لارې لېږدول کېدل.
د تېلو په لېږد کې دا زیاتوالی تر ډېره د هغو تېل وړونکو بېړیو د کاروانونو له امله و، چې د امریکا د سمندري ځواکونو تر ساتنې لاندې له تنګي تېرېدل.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د شمېرو له مخې، تېره اوونۍ ۲۶۳ بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې وې. دا شمېر د مخکینۍ اوونۍ پرتله ۱۵ سلنه او د ورمخکې دوو اوونیو پرتله ۲۰ سلنه کم و.