روسیې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د امنیت لپاره اړین دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلسن له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا ادعا وکړه چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

تر دې مخکې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس امنیتي غونډې ته ویلي و چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، داعش خراسان څانګه د خپلو فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي.