سرپل د افغانستان دوهم له ماینونو پاک ولایت اعلان شو

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپل د افغانستان دوهم ولایت اعلان کړی چې په وینا یې، له ماینونو پاک شوی دی.

د دې ادارې ویاند محمدیوسف حماد د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د څېړنو له مخې، د سرپل په هېڅ ولسوالۍ کې د پخوانیو جګړو او د پخواني شوروي اتحاد د جګړې له وختونو څخه پاتې ماینونه نشته.

هغه زیاته کړې چې د سیمې د ارزونې، له اوسېدونکو سره د سلا مشورو او د سیمه‌ییزو چارواکو د تایید له مخې، دغه ولایت له ماینونو پاک شوی دی.

طالبانو تر دې مخکې بامیان هم له ماینونو او ناچاودو توکو پاک ولایت اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي و، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان له ماینونو او ناچاودو توکو ککړو سیمو په یوه کیلومترۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو راهیسې تر اوسه له ۴۵ زرو ډېر افغانان د جګړو له پاتې ماینونو او ناچاودو مهماتو څخه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.