بنګله‌دېش د سیاسي تاوتریخوالي د کنټرول لپاره سلګونه اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل

د بنګله‌دېش چارواکو په دغه هېواد کې د بریدونو او اورلګېدنو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره سلګونه اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په یوه تازه پېښه کې د بنګله‌دېش د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې د پلویانو تر ۱۲ ډېر کورونه د نارایل په سیمه کې سوځول شوي دي.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د نومبر له ۱۴مې راهیسې په سیاسي تاوتریخوالو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. دغه پېښې د بنګله‌دېش د ملتپال ګوند د دوو غړو له وژل کېدو وروسته رامنځته شوې دي او د سیالو ګوندونو د پلویانو کورونه هم په نښه شوي دي.

دا کړکېچ په داسې حال کې زیات شوی چې شیخ حسینې ژمنه کړې د دسمبر په میاشت کې به له هند څخه بنګله‌دېش ته ستنه شي.

نوموړې په ۲۰۲۴ کال کې د لاریونونو د ځپلو پر مهال د بشریت ضد جرمونو په تور، په غیابي ډول په اعدام محکومه شوې ده.