د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان، سمندري اډمیرال براډ کوپر، د خلیج د هېوادونو له چارواکو سره د خپلو لیدنو په لړ کې په دوحه کې د قطر له یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي سره خبرې کړې دي.
د قطر دفاع وزارت د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، په ایکسپاڼه کې ویلي چې کوپر دغه هېواد ته د سفر پر مهال د قطر د صدراعظم له مرستیال او د دفاعي چارو له وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني سره لیدلي دي.
د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د قطر دفاع وزارت د دغو خبرو د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې هم د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد د دفاع له وزیر خالد بن سلمان سره لیدلي وو.
سعودي چارواکو ویلي وو چې له کوپر سره په خبرو کې پوځي همکاري او د سیمې وروستي بدلونونه څېړل شوي دي