په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی او له اساسي حقونو محرومیت

په کابل کې دوه افغان مېرمنې. انځور له ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، سږ کال په افغانستان کې د خوندیتوب د اندېښنو تر ټولو لویه ډله له خطر سره مخامخ ښځې دي. یو شمېر افغان مېرمنې ازادي راډیو ته د کورني تاوتریخوالي، بې‌کارۍ او له زده کړو د محرومیت کیسې کوي. د ښځو د حقونو فعالان وايي، ښځې عدالت ته د لاسرسي لپاره کومه مرجع نه لري.

یوه ۴۰ کلنه ښځه وايي، د خپل مېړه او خسر د تاوتریخوالي له امله اړه شوې چې په بلخ ولایت کې خپل کور پرېږدي او کابل ته کډه شي.

دې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او غږ یې هم بدل شوی، ازادي راډیو ته وویل: «یوازینی څه مې چې ډېره دردوي، دا دی چې مېړه مې وایي که زه تا ووژنم او یو چېرې دې واچوم، نو څوک به دې پوښتنه وکړي.»

د هغې په وینا، مېړه او خسر یې وهلې ټکولې ده: «پزه مې ماته ده، لاس مې مات شوی، مېړه مې او خسر مې وهل کوي، خواښې هېڅ راسره سم چلند نه کوي... فرض کړئ که زوی او پلار خپل منځ کې هم سره جنګ وکړي، پلار یې راځي او ما وهي او خاوند مې هم ما وهي.»

که زه تا ووژنم او یو چېرې دې واچوم، نو څوک به دې پوښتنه وکړي
له بلخه کابل ته کډه شوې یوه ۴۰ کلنه ښځه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې کورنی تاوتریخوالی، د تګ راتګ محدودیتونه او د کرایې د نه ورکولو له امله د ایستلو خطر د هغو ستونزو په توګه یاد کړي، چې زیانمنې ټولنې ورسره مخامخ دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د محرم نشتوالی هم کولی شي د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي خطر زیات کړي؛ خو د «له خطر سره مخامخ مېرمنو» په توګه د طبقه‌بندي شویو ښځو د وضعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د راپور له مخې، د روان کال له پیله تر سېپټمبر پورې ۳۳۸ زره او ۱۶۹ کسانو، چې ۱۷۱ زره او ۲۸۹ یې ښځې او نجونې دي، له ملاتړي خدمتونو ګټه اخیستې ده. یوازې په سېپټمبر کې ۸۰ زره او ۵۶۶ کسانو، چې ۴۱ زره او ۳۰۷ یې ښځې او نجونې وې، دا خدمتونه ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په نهو میاشتو کې یې د ښځو د خوندیتوب په اړه د پوهاوي پروګرامونو له لارې ۳۰ زره او ۵۵۳ کسانو ته رسېدنه کړې او له سیمه‌ییزو مشرانو سره یې ۲۹۰ غونډې جوړې کړې دي.

له کار او زده کړو بې‌برخې

یوې مېرمنې، چې پخوا یې په نظامي برخه کې کار کاوه، وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او څو ځله یې د کار موندلو هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوه.

هغه، چې ایران ته له تګ وروسته بېرته کابل ته ستنه شوې، وايي اوس له خیاطۍ لږ عاید لري: «د دندې لپاره مې ډېره هڅه کړې، پر ټولو وزارتونو وګرځېدم، ان کودکستانونو ته ولاړم، چې که کارګرې ته اړتیا ولري، خو کار مې پیدا نه کړ... یو ماشین لرم، په خیاطۍ یو څه پیسې پیدا کوم، تر اوسه هېڅ بنسټ راسره مرسته نه ده کړې.»

فاطمه افضلي د حقوقو او سیاسي علومو محصله وه، خو کله چې طالبانو پر نجونو د لوړو زده کړو بندیز ولګاوه، له پوهنتونه پاتې شوه. هغه وايي، په مدني فعالیتونو کې د ښکېلتیا له امله اړه شوه چې افغانستان پرېږدي او ایران ته کډه شي.

فاطمه وايي، محدودیتونو، کډوالۍ او نا امیدۍ یې پر روحیه جدي اغېز کړی دی: «...په همدې ۲۴ کلنۍ کې مې فکر کوم چې یوه ۶۰ کلنه مېرمن یم، روح او روان مې محدودیتونو ستړی کړی... زه د دې لپاره چې یوه ښځه یم، نه شم کولای خپلې هیلې وڅارم، ډېر نا هیله کوونکی وضعیت دی.»

په همدې ۲۴ کلنۍ کې مې فکر کوم چې یوه ۶۰ کلنه مېرمن یم
فاطمه افضلي، د حقوقو او سیاسي علومو پخوانۍ محصله

د افغان ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه یوه جدي اندېښنه دا ده، چې ښځې د ملاتړ او عدالت ته د لاسرسي لپاره کومه مرجع نه لري.

هغه وايي، د ښځو له اساسي حقونو سیستماتیک محرومیت کېدای شي د حکومتولۍ په یوه عام عمل بدل شي: «په هغه ټولنه کې چې ښځې په سیستماتیکه توګه له خپلو لومړنیو حقونو محرومې وې، په اوږد مهال کې به ورو ورو د حکومتولۍ په یوه شیوه بدله شي، او دا ډېره خطرناکه ده... له ښځو ملاتړي بنسټونه نشته، د حاکم نظام له لوري عدالت او عمومي خدمتونو ته یې لاسرسی نشته، سیاسي او ټولنیز ګډون یې هم صفر دی.»

ملګرو ملتونو او د ښځو د حقونو فعالانو د ښځو پر ژوند د طالبانو د محدودیتونو له امله نیوکې کړې دي او منتقدین وايي، دې محدودیتونو افغانستان د ښځو لپاره په «زندان» بدل کړی دی.

د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.

طالبانو ښځې له ورزش، تفریحي پارکونو او د ښځو حمامونو ته له تګه منع کړې او د ښځو پر زده کړو او کار یې محدودیتونه لا هم دوام لري.