عراقچي: ایران لا هم له امریکا سره د دیپلوماسۍ له لارې د هوکړې هیله لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران لا هم هیله لري چې له امریکا سره د دیپلوماسۍ له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي او د بلې جګړې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د هوکړې لپاره وړاندې کړي شرطونه د منلو وړ نه بولي.

عراقچي له «ایران» ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۱مه خپره شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنی «نه جګړه، نه سوله» حالت نامطلوب بللی او ویلي یې دي چې تهران یوه «ښه، باعزته او له عزته ډکه» هوکړه غواړي.

هغه ویلي، ایران د خبرو له پیل مخکې له امریکا غواړي چې د هوکړې لپاره خپل چمتووالی په څرګنده اعلان کړي او د باور جوړولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د عراقچي په وینا، د ایران دوه ورځنی وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی. د دغه وړاندیز له مخې، امریکا باید لومړی د تهران غوښتنې ومني او خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې شي؛ وروسته به ایران هرمز تنګی پرانیزي او خبرې به پیل شي.

عراقچي له ایران څخه د غني شویو یورانیمو د زېرمو ایستل د تهران سره کرښه بللې، خو ویلي یې دي چې د دغو زېرمو د برخلیک په اړه عادلانه حل ته رسېدل ممکن دي.

په مقابل کې، ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، ایران هوکړه غواړي، خو داسې هوکړه نه غواړي چې د ده په وینا، د امریکا لپاره د منلو وړ وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې د منځګړو هېوادونو هڅې روانې دي، څو کړکېچ راکم او د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.