امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د عراق په جنوب کې په یوه برېښناکوټ کې د اورلګېدو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.
رویټرز خبري اژانس د عراق د دولتي خبري اژانس (INA) په حواله راپور ورکړی چې د اور وژونکو ډلو له رسېدو وروسته د ملکي دفاع ځواکونو د بصرې ښار په شمال کې د حرثه برېښناکوټ اور تر کنټرول لاندې راوستی دی.
امنیتي چارواکي وايي، اور نژدې کورونو ته هم غځېدلی او د برېښناکوټ فعالیت یې درولی دی.
تر اوسه د اورلګېدو د علت او د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د عراق د برېښنا تاسیسات له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دي. په تېرو څو لسیزو کې د پانګونې کموالی، د برېښناکوټونو او نورو تاسیساتو ناسمه ساتنه او د برېښنا د ډېر مصرف پر مهال د خلکو د اړتیاوو نه پوره کول د دغه هېواد د برېښنا له مهمو ستونزو څخه دي.