د امریکا د خزانې وزیر: ټرمپ له روسیې او چین سره د ایران د اتومي وسلو د مخنیوي په اړه هوکړې ته رسېدلی

سکاټ بسنټ

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په چین کې د روسیې او چین له مشرانو سره په وروستیو لیدنو کې د اتومي وسلو له ترلاسه کولو څخه د ایران د راګرځولو او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ د تضمین پر سر له هغوی سره ګډ نظر ته رسېدلی دی.

بسنت د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، له سي‌اېن‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې وویل چې امریکا، روسیه او چین په دغو دوو موضوعاتو کې یو له بل سره موافق دي.

دا دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د امریکا، روسیې او چین مشرانو د نومبر په ۱۹مه په چین کې په درې‌اړخیزه غونډه کې د «سولې اعلامیې» پر سر هوکړه وکړه؛ خو په دې سند کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه مشخصه ژمنه نه وه شوې.

د امریکا د خزانې وزیر په دې مرکه کې د ایران پر وړاندې د واشنګټن اقتصادي فشارونه د یوه هېواد د اقتصادي انزوا په تاریخ کې تر ټولو لوی کمپاین بللی او ویلي یې دي چې امریکا به د ایران د سپاه پاسداران پر ضد فشارونو ته دوام ورکړي، څو له واشنګټن سره هوکړې ته غاړه کېږدي.

بسنت دا هم ویلي چې د امریکا د سمندري کلابندۍ په پایله کې اوس د ایران د اومو تېلو هېڅ بار په سمندر کې نه دی پاتې او بهرني پېرودونکي د ایران تېلو ته لاسرسی نه لري.