د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کینیا د کانونو له وزیر حسنعلي جوه سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې د چای او قهوې ترڅنګ د دغه هېواد د نورو تولیداتو صادرات هم افغانستان ته زیات کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو په دارالسلام کې د پانګونې د اووم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د سوداګریزو اړیکو، پانګونې، د کانونو د پروسس او صادراتو او د کرنیزو او صنعتي تولیداتو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، دواړو خواوو د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د ګډې کاري ډلې د رامنځته کولو لپاره د هوکړهلیک پر چمتو کولو هم موافقه کړې ده.
له روسیې پرته د نړۍ هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو له دې سره سره د طالبانو حکومت له بېلابېلو هیوادونو سره سوداګري اړیکې پالي.