رحمت بي بي (مستعار نوم) وايي، پولیس یې د کورنۍ ځوانان پر سړک نیسي: «...زموږ هلکان چې پر سړک ځي، پوليس يې نيسي. هغه بله پلا يې زما زوی نيولی و، ۳۰ زره روپۍ مو ورکړې، او بيا بله پلا يې نيولی و، ۹۵ زره روپۍ مو بيا ورکړې، دا روپۍ يې راڅخه اخيستې.»
د کوټې اوسېدونکي یوه سپینږیري افغان کډوال، چې محمد ګل یې مستعار نوم دی، ازادي راډیو ته وویل، خپل کور یې د خضدار سیمې پر یوه تن په اوه لکه روپۍ خرڅ کړی، خو هغه سړی یې هم پیسې نه ورکوي.
هغه بله پلا يې زما زوی نيولی و، ۳۰ زره روپۍ مو ورکړې، او بيا بله پلا يې نيولی و، ۹۵ زره روپۍ مو بيا ورکړېرحمت بي بي (مستعار نوم)، افغان کډواله
دا سپینږیری اوس په کرایي کور کې اوسېږي او وايي، د کور ځوانان یې د پولیسو له خوا ځورول کېږي: «نه کار شته، نه روزګار؛ کوچنی مو ووځي، چيرې به کباړ ټولوي، پوليس يې ونيسي او وايي ۵ زره روپۍ راکړه او که يې نه ورکوې، وايي اړوو يې. ولې داسې کوئ ظالمانو، خو دلته کباړ ټولوو، د ماښام يوه ګوله ډوډۍ برابروو.»
رحیم خان (مستعار نوم) هغه افغان ځوان دی چې څلور میاشتې مخکې د پولیسو د سختیو او نیونې له وېرې له کراچۍ کوټې ته راغلی، خو وايي دلته هم کار نه شي کولای، ځکه کله چې له کوره وځي، پولیس یې نیسي او د پیسو په بدل کې یې خوشې کوي.
هغه وايي: «اول خو کار نه شته، بيا چې ووځې نو پوليس دې پر لارې نيسي، کله پينځلس، کله شل او کله بيا دېرش زره روپۍ درڅخه اخلي، نو وروره ماښام د بچيانو روزي له کومې خوا کړي سړی؟»
ازادي راډیو د افغان کډوالو د دې تورونو په اړه د بلوچستان له کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو او د پولیسو له مشر محمد طاهر خان پوښتنه وکړه، خو له ژمنو سره سره خبرو ته چمتو نه شول.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون (HRCP) د افغان کډوالو دا تورونه مني او وايي، نه یواځې له کوټې او بلوچستان، بلکې د پاکستان له ډېرو ښارونو په دې اړه مستند راپورونه لري.
پر چيک پوستو باندې او هر ځای افغانان نيسي او شوکه يا باج ور څخه اخلي، يعني بلکل په غلا پيسې اخليحبیب طاهر، د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون غړی
د دې کمیسیون غړي حبیب طاهر ازادي راډیو ته وویل، افغان کارګر، هنرمندان، زدهکوونکي او د هرې برخې افغان کډوال له دې ستونزې سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه: «دا بلکل صحيح خبره ده، موږ يې څارو... تقريباً په هر ښار کې شته... پر چيک پوستو باندې او هر ځای افغانان نيسي او شوکه يا باج ور څخه اخلي، يعني بلکل په غلا پيسې اخلي.»
په پاکستان کې پاتې افغان کډوال وايي، د بېوزلۍ له امله خپل هېواد ته نه ستنېږي. افغان کډوال او د بشري حقونو کمیسیون له پاکستاني حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د داسې کړنو مخه ونیسي او عاملانو ته سزا ورکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، په تېرو دریو کلونو کې له ۲.۷۵ میلیونو زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.