د ملګرو ملتونو په کوربهتوب په جینیوا کې د خپلواکو وسلو، چې د «وژونکو روباټونو» په نوم هم یادېږي، د کنټرول په اړه خبرې په دې هوکړه پای ته ورسېدې چې د ۲۰۲۸ کال تر پایه به نوي مقررات جوړېږي او خبرې به دوام کوي.
د امریکا، روسیې او اسراییل مخالفت د داسې یوې هوکړې مخه ونیوله چې د راتلونکو مقرراتو د عملي کېدو لپاره الزامي چوکاټ رامنځته کړي.
دا وسلې د دې وړتیا لري چې د انسان له لږې لاسوهنې یا مستقیمې څارنې پرته، هدفونه وپېژني او پرې برید وکړي. شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د دغو وسلو د کنټرول لپاره د الزامي قوانینو غوښتنه کړې وه.
د اوکراین، سوډان او منځني ختیځ په جګړو کې د خپلواکو وسلو د کارونې زیاتېدو د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي. د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د لازم الاجرا قوانینو په جوړولو کې ځنډ د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې تېره میاشت ۱۶۳ هېوادونو د خپلواکو وسلو په اړه د قانون جوړولو لپاره د خبرو اترو د اړتیا په تړاو پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې وه. امریکا، روسیې، بیلاروس، اسراییل او شمالي کوریا ورسره مخالفت کړی و.