یونسیف: سږ کال په اوکراین کې تر ۱۱۰۰ ډېرو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د اوکراین په جګړه کې لږ تر لږه ۱۱۴۴ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دا په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د یونیسف د شمېرو له مخې، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر پایه په اوکراین کې لږ تر لږه ۱۱۴ ماشومان وژل شوي او ۱۰۳۰ نور ټپیان شوي دي. په دې توګه، هره ورځ په منځني ډول له درېیو ډېر ماشومان د بریدونو قرباني شوي دي.

د یونیسف ویاندې، لوییز واټریج، چې له کییف څخه یې په جینیوا کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د وژل شویو ماشومانو شمېر د ۲۰۲۵ کال په ټول وخت کې د وژل شویو ماشومانو پرتله څه باندې ۲۰ سلنه لوړ دی. د هغې په وینا، د ټپیانو شمېر هم نژدې ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

دا شمېرې یوازې هغه پېښې رانغاړي چې په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې تایید کړې دي؛ خو د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې اصلي شمېر ښايي تر دې لوړ وي.

د یونیسف په وینا، یوازې د اکتوبر په میاشت کې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۴۶ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. دا شمېر د تېر کال د همدې میاشتې پرتله ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.